له زړه مې څاڅکي څاڅکي وينه راځي
هره خبره مې رنگينه راځي
****
نن لېوني زړگي نه دا پوښتمه
چې به يې ولې په تا مينه راځي
****
زما دخيال ورېځو کې وځلېږي
سپوږمۍ سپوږمۍ شي تکه سپينه راځي
****
فرهاده ياره په تندي پرېوځه
ستا استقبال ته ستا شېرينه راځي
فرهاد
له زړه مې څاڅکي څاڅکي وينه راځي
هره خبره مې رنگينه راځي
****
نن لېوني زړگي نه دا پوښتمه
چې به يې ولې په تا مينه راځي
****
زما دخيال ورېځو کې وځلېږي
سپوږمۍ سپوږمۍ شي تکه سپينه راځي
****
فرهاده ياره په تندي پرېوځه
ستا استقبال ته ستا شېرينه راځي
فرهاد