زه چــــــې ستا په پاکه مينه تور شومه

لاړمــــه دخلقو دپېــــــــــــغور شــــومه

 

ګل په وينـــــو رنګ وومه په چُپه خولۀ

خورشومـــــه په کلي کښې يو شورشومه

 

زړه کـښـــې چې غمونه دبې وسو خورم

زه خو دبـــې کوره خلقوکور شومــــــــه

 

زر رانه حالاتو ځواني غصـــــــــب کړه

جام شومه خـــالي شومه نســــکور شومه

 

ډېرې تيرې ګـــــــــــــــــوره مارڼا کړلې

زه خپله لمبه لمبه شـــــــــــوم اور شومه

 

نن جې تور اوربل دې کړلو خور په مخ

زۀ ســــاجد له ورايه په زړه خور شومه

ليکونکې شيرزاده ساجد