لمر مينه کوي
لمر د خالق دکائناتویوه لویه هستي
دومره هستمند دی هستمند
چې پر تمامو کائناتو ویشي
درڼاګانو زکات
دپلوشودادګانو زکات
دومره اتل دی اتل
چې یې اروا دلوی خوشال اروا ده
د تورتمونودمغلو لښکر
ان د ماښام تر برېده وځغلوي
کله چې هلته دیوه غره له څوکې
په سپین سهار وي دهسک بام ته روان
داسې خمار خماروي
لکه دخم منځ ته یا جام ته روان
نو ړومبي مینه کوي
څومره یې سپینه کوي
ټوله دنیا ورګوري
رڼه فضاورګوري
د وړانګو سپینه ژبه
دګل نازک مخ ته ور وغځوي
د ګل له ښکلي مخه
دشبنم څاڅکي څټي
نو ما به نه ګرموي
اننګي،ګل
خوله،شبنم
ژبه مې ،سپېنې وړانګې
او ما یو لمر وګڼه
ليکوال ( مرحوم طاهر فرهاد)