ټــپـــزې

بياشو راکښته باران خوږدى

ښکلې ده ځمکه اسمان خوږ دى

چې کوي مينه انسان خوږ دى

په محبت کې ارمان خوږ دى

پر هر زړکي ته درمان خوږ دى

په مرګ دى نه مري جانان خوږ دى

په رنځ دى پريوځي چې پوښتنې ته ورځمه

شفيع الله تاند