ښه او بد! (عبدالله وردک)
انګلستان - جون - ۲۰۱۸
ګرانو او محترمو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) دې وکړي چې تاسې ټول روغ او جوړ وی، او روژه مو په خیر سره تېره شوې وي.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
د ښو او بدو تعریف، په هره ټولنه کې فرق کوي. ځينې شیانو ته چې په یوه ټولنه کې د بدو نسبت کیږي، هغه په بله ټولنه کې شاید په ښو کې وشمېرل شي. همدارنګه، ځینې شیانو ته چې په یوه ټولنه کې د ښو نسبت کېږي، هغه شاید په بله ټولنه کې بد وګڼل شي. د دغه شیانو مثالونه په اوسني وخت کې د نړۍ په مختلفو ټولنو کې ډېر زیات تر سترګو کېږي.
د مسلمان دپاره د ښو او بدو تعریف د اسلام په سپېڅلي دین کې په څرګند ډول سره شوی دی. که څوک خپل ځان مسلمان ګڼي، نو هغه باید حتمي او ضروري دغه اسلامی تعریف ته د زړه له کومي غاړه کېږدي، او هغه په دواړو سترګو قبول کړي، او بس. په بل عبارت، د مسلمان دپاره، هغه شیانو ته چې په اسلام کې ښه ویل شوي دي، هغه ښه دي، او هغو شیانو ته چې په اسلام کې بد ویل شوي دي، هغه بد دي، او بس.
که چېرې افغانان په ریښتیا سره، د خپل وطن هر اړخیزه سوکالي او ښه والی غواړي، نو باید د اسلام په رڼا کې، ښو ته ښه، او بدو ته بد، ووایي. ښو ته ښه، او بدو ته بد ویل، دومره ګران کار ندی، لکه څرنګه یې چې بد خلک د نورو خلکو په وړاندې سختوي. دغه کار یوازې یوه کلک او مضبوط تعهد ته ضرورت لري، چې د افغانستان پاک مسلمانان یې له خپلو ځانو سره وکړي، او هغه دا چې په آینده انتخاباتو کې به خپله رأیه هغه چاته ورکوي، چې هغوی د دې وطن اصلي بچیان وي. یعنې هغه اسلام او افغانستان ته وفادار وي، په اسلام او افغانستان یې په ریښتیا سره زړه سوځي، افغانستان خپل ملک ګڼي، او ملي ګټې تر شخصي، ګوندي، ژبني، او سمتي ګټو، پورته ګڼي.
هغه خلک چې اسلام ته وفادار ندي، او تر اوسه یې، اسلام ته هېڅ نوع خدمت ندی کړی، او ټول ورځني کارونه ىٔې د اسلام د مقدس دین خلاف دي، نو هغه ته باید بیا موقع په لاس ورنکړل شي، چې د دې مسلمان ملت نمایندګي وکړي.
د رأیې ورکول، د هر افغان د پاره یو امانت دی، او باید هېڅ افغان د خپلې رأیې د استعمال سره خیانت ونکړي.
الحمدالله، په افغانستان کې ډېر خلک شته، چې هغوی په ریښتیا سره د اسلام او افغانستان سره د زړه له کومي مینه لري، او غواړي، چې اسلام او افغانستان ته د زړه له کومي خدمت وکړي. د دغه خلکو پېژندنه، د دوی په کلي، کار، او اوسني استوګنځي کې، ډېره ښه کېږي. یو سړی، په لومړي صورت کې پخپل کلي کې ښه معلومیږي، او بیا د کار په ځای کې د هغه د کار ملګري، د هغه په برخه کې ښه قضاوت کولی شي، او په آخر کې د هغو په اوسني استوګنځي کې.
هغه خلک چې له پېړیو راپدېخواه په افغانستان کې اوسېږي، او د افغان په نامه یې ټول امتیازات ترلاسه کړي، او بیا په ډېره بې شرمۍ سره خپل ځانونه افغانان نه ګڼي، او په ډېره سپین سترګۍ، د افغان د کلمې سپکاوی کوي، نو لازمه ده، چې هغوی، په هېڅ صورت کې، د افغانانو نمایندګان تعین نشي. د تعجب خبره خو داده، چې دغه خلک د افغانستان په پارلمان او حکومت کې کلیدي دندې هم تر سره کوي، او په بهر کې دوی ته د افغانستان د حکومت د غړو په سترګه کتل کېږي، او دوی د افغانستان په نامه ټول امتیازات تر لاسه کوي، لیکن، بیا خپل ځانونه افغانان نه ګڼي. لدې څخه، نوره د تعجب خبره خو داده، چې دوی بیا خپل ځانونه د اسلام اصلي ټیکه داران هم بولي. دغه خلک چې کله بیا د مسلمانانو په غونډو کې برخه واخلي، نو بیا وایي، چې اسلام سرحد نه پېژني، او د مسلمانو ملکونو تر منځ باید سرحد او ویزه نوي. اما، بیا دوی د خپلو مسلمانو وروڼو او خویندو سره چې پیړۍ پېړۍ، یو ځای ورسره اوسېدلي دي، ژوند کول نشي زغملای، او دغه شانته خلک باید د ټول مسلمان ملت له خواه ورټل شي.
د یادولو وړ ده، چې کله دغه ډول خلک کندهار ته لاړ شي، نو بیا د خلکو د رأیو د لاسته راوړلو دپاره، د پښتنو لونګۍ په سر کړي، او وایي: ”اې د کندهار زړورو خلکو! واکمني د ستاسې حق دی، او باید دغه حق وساتئ“.
کېدای شي، چې د دغو خلکو څخه ځینې یې بیا د خارجي ملکونو تابعیت هم ولري، او دوی بیا په هغه خارجي تابعیت ډېر فخر هم کوي، او الله(ج) به خبر وي، چې دوی به د دغه خارجي تابعیت دلاسته راوړلو دپاره څومره درواغ وېیلي وي، او شاید دعاګانې، او د تهجد لمنځونه یې هم کړي وي.
دغه خلک چې اوس دوی خپل ځانونه افغانان نه ګڼي، دوی پخپله دغه د افغان دروند او عیزتمن ټکی، دومره بدنام کړ، چې هېڅ اندازه نلري. دوی تر اوسه، د افغان په نامه هېڅ سم کار ندی کړی، او د دوی دغه لوړ لوړ تعمیرونه د دوی د اعمالو ښه ثبوت دی.
هغه خلک چې د افغان د ټکې سره مخالفت کوي، او یا هغه خلک چې د افغانستاني جمله پکاروي، هغه ټول له یوه ځایه سرچینه اخلي، او دوی به هېڅکله افغانستان ته وفادار پاته نشي، او که چېرې د دوی وس ورسي، نو افغانستان به د پخواه په شان یو ځل بیا، د توتو په بیه په خپلو بهرنیو بادارانو خرڅ کړي.
ځینې خلک واىٔي چې په اوسني افغانستان کې د ښو خلکو ټاکل امکان نلري، ځکه چې خلک خپل واک او اختیار نلري، او هغوی خپله رأیه مخکې له مخکې له یوه غله سره سودا کړې ده. دغه یوه ناسمه او غلطه خبره ده، ځکه چې که د یوه ملک خلک له زړه وکړي، هغه ښه مثبت تغیرات مابین ته راوستلای شي. د مثال په توګه، که ځینې خلک نشي کولای، چې په ښکاره ډول سره د خپلې رأیې اظهار وکړي، خو کله چې هغه د رأیې ورکولو غرفې ته په یوازې ډول ننوزي، نو هلته هغه باید الله(ج) په سر حاضر کړي، او ښه سړي ته خپله امانته رأیه ورکړي.
که چېرې یو څوک خپله امانته رأیه، د پیسو په مقابل کې سودا کوي، او علت یې مجبوریت وړاندې کوي، نو دغه خلک باید دغسې ونکړي، او د الله(ج)، څخه دې کمک وغواړي.
دغه راتلونکي انتخابات، د افغانانو دپاره طلاىٔي چانس دی، او دوی باید دغه چانس له لاسه ورنکړي، کنه، بیا به افغانان د پخواه په شان، یوازې د خاینو افغانانو خیانتونه شمېري، او نور څه به نشي کولای.

د پام وړ ټکي:
الف - ټول په اسلام او وطن مین افغانان باید د مسلمانۍ او د ریښتینې ورورګلوۍ لاسونه یو او بل ته په پاک نیت سره ورکړي، او ټول په شریکه، په اسلام او وطن مین نمایندګان وټاکي.
ب - ټاکنې باید ډېرې شفافې او عادلانه وي، او د هرنوع درغلۍ مخه په سمه توګه ونیول شي، او په پای کې د خلکو رأیو ته درناوی وشي، او ټول سیاسي ګوندونه، او مدني ټولنې د دغو عادلانه انتخاباتو نتیجه د زړه له کومي ومني.
ج - له ټولو قدرمنو افغانانو څخه هیله کېږي چې په خپل وطن زړه وسوځوي، او د الله(ج) په خاطر پاکو خلکو ته، چې هغه هر څوک وي، خپله رأیه ورکړي، او د رأیې د ورکولو په وخت کې دغه ۲ ټکي (اسلام او وطن) په نظر کې ونیسي، او بس.
د - که چېرې په اسلام او وطن مین نمایندګان وټاکل شي، نو دغه په اسلام او وطن مین، نمایندګان، د ملت په خونه کې فیصله کولای شي، چې له خارجي قوتونو څخه په بین المللي سطحه وغواړي، چې خپلې قواوې، له افغانستان څخه وباسي، او افغانان پرېږدي، چې د خپل ملک سرنوښت پخپله وټاکي.
په پای کې له الله(ج) څخه، هیله کوم چې ټولو افغانانو ته دا توفیق ور په برخه کړي، چې په اسلام او وطن مین خلک د خپلو نمایندګانو په حیث انتخاب کړي.
زه یو ځل بیا د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه شانته صلحه راشي، چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین.
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com