روسیه په افغانستان کې له ناټو سره همکاري پرېږدي

په ناټو کې د روسیې استازی وايي، په افغانستان کې د ناټو د غړیو اقدامات د روسیې د ګټو خلاف دي او له دې کبله مسکو غواړي چې له ناټو تړون سره همکاري بس کړي.
د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، په ناټو کې د روسیې استازي الکساندر ګروشکو وویل چې ناټو په افغانستان کې له روسیې سره د همکارۍ پروژې محدودې کړې دي.
ګروشکو دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې امریکا اعلان وکړ نور د افغان هوايي ځواک لپاره روسي څرخکې نه اخلي او پر ځای یې امریکايي بلک هاوک سیکورسکي هیلي کوپترونه افغان هوايي ځواک ته ورکوي.
د امریکا په مشرانو جرګه کې د کنتیکټ ایالت استازي کریس مورفي یوه اونۍ وړاندې وویل:«ولي باید د امریکا حکومت د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې روسانو ته ورکړي، هغې روسیې ته چې په سوریه کې د اسد رژیم ملاتړ کوي او پر دغه هیواد یې یرغل کړی دی.»
ګروشکو، بې له دې چې د چورلکو یادونه وکړي، وویل:« مسکو او ناټو د افغان هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره سخت کار کاوه، خو اوس لکه څرنګه چې وینو، دغسي نه ده، د ناټو اصلي تمرکز په دې دی چې نه یوازې له سیاسي بلکې له پوځي لارې هم د روسیې مخه ونیسي.»
ده وویل، له روسیې سره د همکارۍ د پروژو د محدودولو په خاطر به مسکو نور له ناټو سره په افغانستان کې همکاري ونه کړي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي زامیر کابلوف د ترکیې له انادولیا خبری اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې هیواد یې له افغان طالبانو سره تماسونه لري. ده افغان طالبان په دې غوره بللي و چې نور له نړیوالو سختدریځو اسلامي ډلو سره اړیکې نه پالي او جګړه یې یوازې د افغانستان د «خپلواکۍ» لپاره ده.
امریکا تراوسه پوري د افغان هوايي ځواک لپاره روسي هیلي کوپترونه اخیستل ځکه چې تر امریکايي هغو ارزانه دي.