د اقینــې بنـــدر د پرانیســتې مراســمو امنیــت طالبــانــو نیولــی و

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د اقینې بندر د پرانیستې د مراسمو لپاره د امنیتي خوندیتوب په برخه کې طالبانو هم د هوکړې ټټر وهلی و.
په فارياب کې مېشت طالبان وايي چې مشرانو يې ورته د دې مراسمو د خوندیتوب مسوولیت سپارلی و او دوی هم خپلې هڅې نه دي سپمولې.
د سرچينې په قول د دې مراسمو د خوندیتوب لپاره يې خپل لسګونه سر تېري ګمارلي و او خپل مسوولیت يې په ښه توګه ترسره کړی دی.
د دوی په خبره ترکمنستاني مشرانو د دوی له سیاسي دفتر سره اړیکه نیولې وه، هغوی ورته د ملي پروژو د خوندیتوب ډاډ ورکړی و او دوی هم دا مسوولیت سم ترسره کړی دی.
که څه هم دولتي سرچينې وايي چې د دې مراسمو لپاره دوی هم په شمال کې د عامه نظم د شپږمې لوا د قومندان تر مشرۍ لاندې ۱۸۰ عسکر ګمارلي و، خو بیا هم ترکمنستاني مشرانو د طالبانو موافقت اړین بللی وو.
ویل کېږي ترکمنستاني مشرانو له طالبانو سره د ګازو د نل لیکې په اړه هم خبرې کړې او هغوی ورته د خوندیتوب لپاره سینه ډبولې ده.
د شنونکو په باور په نظامي برخه کې د طالبانو پرمختګونه او په سیاسي برخه کې د دوی اړیکې د دې علت شوې دي، چې د سیمې هېوادونه يې د یو منظم حکومت په توګه پېژني او په ګڼو ملي او لویو اقتصادي پروژو کې له دوی سره خبره شریکول مهم بولي.