«پښتون خوځښت»
د اکټوبر اوومه د امریکايي یرغل اړوند څېړنیزه غونډه وکړه
«پښتون خوځښت» د اکټوبر اوومه د امریکايي یرغل اړوند څېړنیزه غونډه وکړهله نن پوره پنځلس کاله مخکې په همدې ورځ د امریکا په مشرۍ د نړۍ اته څلوېښت هېوادونو پر هېواد یرغل وکړ. ددغه یرغل په پایله کې تراوسه پورې دولس لکه افغانان وژل شوي دي. زرګونه معیوب شوي، زرګونه د هېواد په داخل کې بې ځایه شوي او زرګونه ځوانان اروپايي، اسیايي، امریکا او اسټرالیا ته تللي او هلته هم په سختو حالاتو کې ژوند کوي.
امریکا او ملګرو یې په افغانستان کې سلګونه جنګي جنایتونه کړي او په کندهار، هلمند، ننګرهار او کندوز کې یې بیولوژیکي وسلې هم کارولي دي.
په ننۍ غونډه کې ټولو ویناوالو په یوه خوله ومنله، چې اوسمهال موږ یرغمل یو او د امریکا یرغل یې وغانده.
خیرالله شینواري وویل: امریکا پنځلس کاله مخکې د شمال ټلوالې د اربکیو په مرسته پر افغانستان یرغل وکړ، چې افغانان تراوسه په پردۍ جګړه کې سوځي. شینواري د جګړې په دواړو اړخونو غږ وکړ، چې جګړه د حل لاره نه ده او د افغانستان مسله دې د سولې له لارې حل کړي.
استاد حبیب الله رفیع وویل: افغانستان هېڅکله اشغال شوی نه دی او د هر اشغال پر وړاندې افغانانو مقاومت کړی دی. نوموړي د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو لویه جګړه د فارسیانو هخامنشیانو سره وه.
استاد حبیب الله رفیع وویل: د افغانانو دا خاصیت دی، چې تسلیم شوي نه دي او د هر یرغل پر وړاندې یې مقاومت کړی او یرغلګر یې تېښتې ته اړکړي دي.
نوموړي د روسانو پروړاندې د افغانانو قربانۍ بې سارې وګڼلې؛ خو د نړیوالو نه پاملرنه یې تر نیوکې لاندې ونیوله.
انجینر عبدالسمیع واحدي د امریکا هغه جنایتونو ته اشاره وکړه، چې په تېرو پنځلس کلونو کې یې په افغانستان کې ترسره کړي دي.
واحدي وویل: امریکا په توره بوړه کې داسې بمونه کارولي، چې تراوسه پورې هلته ګڼ ماشومان نړۍ ته معیوب راځي.
نوموړي د مخکني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۱ کال هغه اعتراف هم یاد کړ، چې بهرنیانو پر افغانانو بیولوژیکي وسلې کارولي دي.
واحدي د بېلګې په ډول ننګرهار، کندهار، کندوز او هلمند ولایتونه یاد کړل، چې امریکا پکې بیولوژیکې وسلې کارولي دي؛ خو رسنۍ پرې چوپه خوله دي.
ډاکټر فاروق اعظم په خپلو خبرو کې وویل: امریکا او ملګري یې مرستې د بیا رغونې لپاره نه کوي، بلکې دوی اوسنۍ او پخوانۍ مرستې یوازې او یوازې د جګړې لپاره کوي او په جګړه کې خپلې ګټې لري. نوموړي په ولسمشر اشرف غني غږ وکړ: جګړه ودروه! او دا ستا دنده ده او جګړې ته هر ډول توجیه او پرتوګ ګڼډل احمقتوب دی.
ښاغلي اعظم په ښکېلو لوریو غږ وکړ، چې د سولې لپاره منځګړیتوب کولی شي.
د طالبانو د وخت ډیپلوماټ لیکوال او شنونکي مولوي عبدالسلام ضعیف په خپلو خبرو کې د طالبانو په پیداېښت، ستونزو او لاسته راوړنو خبرې وکړې.
نوموړي وویل طالبان پخواني مجاهدین وو او د جهاد له بریا وروسته ځینې په کور کېناستل او ځینې په مدرسو کې په تدریس بوخت شول؛ خو کله چې ځینو مغرضو د جهاد په امکاناتو د خلکو ناموس او مال چور او ځینو سیمو کې له هلکانو سره نکاح وتړلې، نو بیا تیت پرک طالبان راټول او پاټکیان یې پسې واخېستل او د میوند او پنجوايي ولسوالیو څخه دغه تحریک ټول افغانستان ته ورسېده.
ښاغلي ضعیف وویل: طالبانو افغانستان له تجزیې وژغوره او افغانستان یې یو واحد افغانستان کړ. دلته یې انارشۍ ته د پای ټکی کېښود او نامسووله وسله وال یې ختم کړل؛ خو له بده مرغه چې طالبانو منظمه ډیپلوماسي نه لرله، ځوانان وو او نه د سیمې د استخباراتو له سره بلد نه وو.
نوموړي وویل: زه هم اوس هم دا نه منم، چې د سپیټمبر پېښه د امریکا څخه بهر پلان شوي وي.
د نوموړي په خبره«موږ له امریکا سره د نه ټکر له امله نږدې څلور پروپوزله وړاندې کړل، چې هغې کې د اسامه بن لادن د خروج موضوع هم وه؛ مګر امریکا په زغزده ویل چې موږ په افغانستان برید کو او دلته نظامي او استخباراتي حضور غواړو.له دغې معلومېده چې سپټمبر او نورې پېښې اشغال ته پلمه او د نړیوالو د اغفال پروسه وه»
ښاغلي ضعیف د هغه وخت کیسه وکړه، چې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر کور ته راغی.
«د سپټمبر له پېښې وړاندې د امریکا سفیر کورته راغی او لیکلی پیغام یې راکړ چې افغانستان نه پر موږ برید کېږي.ما پیغام د طالبانو بهرنیو چارو وزارت او کندهار کې لوی ملا صاحب ته واستوه.
د شپې دولس بجې ملاعمر ځواب را واستوه، چې اففانستان دې موقف کې نه دی چې بهرنیو سره په تېره بیا امریکا سره جګړه وکړو او هېچا ته د برید اجازه هم نه ورکوو.»
لیکوال او شنونکي وحید مژده په خپلو خبرو کې وویل، د امریکايي یرغل نه مخکې په افغانستان کې د تریاکو کښت صفر ته راټیټ شوی و؛ خو د امریکا له یرغل وروسته افغانستان د نړۍ ستر تولیدونکی هېواد شو.
نوموړي وویل: «تر هغې چې تریاک وي د امریکا حضور به وي. امریکا د همدغو تریاکو په پیسو افغانان وژني، جګړه به تمویلوي او آن زوړ رقیب روسیه پرې تهدیوي، حال دا چې د تریاکو ناولی لاس بیا بېرته په طالبانو پاکوي».
نوموړي هغه ارقام یاد کړل، چې د امریکا له یرغل وروسته په افغانستان کې د تریاکو په کښت کې زیاتوالی راغلی دی.
«کله چې د طالبانو مشر ملاعمر اعلان وکړ چې تاریاک بند، نو هماغه کال د تولید کچه ۱۸۵ ټنو ته را ټیټه شوه او هغه هم د تېرو کلونو بقایا وه.هماغه ورځ ځینو غربي او روسي ډیپلوماټانو ولیکل چې د طالبانو زوال پېل شو.
مګر کله چې امریکا په مطلق ډول ۲۰۰۴ کال کې جنوب او نورې سیمې تر واک لاندې راغلې نو د تولید کچه د ۴۲۰۰ ټنو ته لوړه شوه.کره شواهد شته چې امریکا د جګړې ټولې پېسې له مخدره توکو ترلاسه کوي».
مژده هغه خبرې رد کړې، چې ګوندې د سیپټمبر پېښه په افغانستان کې پلان شوې وه.
«خلیل زاد راته په خصوصي مجلس کې ووېل که 9/11 پېښه شوې نه هم وای او طالبانو هر څه منلي هم وای بیا هم امریکا پر افغانستان برید کاوه، ځکه دا پرېکړه بش اډمنسټریش کړې وه».
د کابل پوهنتون استاد او د سرنوشت ورځپاڼې مسوول مدیر اسد وحیدي د امریکايي یرغل کې د رسنیو په کار خپله مقاله واوروله.
نوموړي داسې بېلګې هم وړاندې کړې، چې امریکايي وحشت ته رسنیو بېلابېل شکلونه ورکړي دي.
«مازدیګر یې میدان وردګ کې یو مسجد بمبارد کړ، سهار ازادۍ راډیو خبر خپور کړ، چې د طالبانو لخوا په مسجد کې د ایښودل شوي بم له امله څو تنو ته مرګ ــ ژوبله اوښتې».
«کونړ کې امریکایي عسکرو یوه کورنۍ بمبار کړه؛ خو سبا ماندګار ولیکل چې د طالبانو ماشومان له منځه ولاړل.
بله ورځ یې خبر داسې تصحیح کړ چې نه طالبانو خپل ماشومان ووژل. دا داسې ډله ده چې په خپلو ماشومانو هم رحم نه کړي».
ښاغلي وحیدي وویل: اوس هم زیاتو رسنیو سره بهرنیان مرستې کوي او رسنۍ هم ددوی په ګټه تبلیغات کوي.
د نوموړي په خبره«مطرح شخصیتونه به یې ټارګیټ، زخمي او بیا به یې شخصیتي لحاظ ترور کړل. بلخوا به یی بې ارزښته نه سړي نه سړی جوړ، مطرح او واک ته ورسو».
د کابل پوهنتون استاد پوهاند اسماعیل یون په خپلو خبرو کې وویل، د بُن کنفرانس د قومي تفرقې اچولو لپاره جوړ شوی و، چې پرمټ یې نظار شورا د امریکايي بې ۵۲ په زور واک ته ورسېده.
نوموړي امریکايي یرغل ته هر ډول توجیه کوونکي نه بښونکي مجرمین وبلل.
استاد محمد زمان مزمل په هغه ځوانانو غږ وکړ، چې د ازادۍ فکر لري، نو هغه کتابونه دې ولولي، چې  غربیانو د افغانستان په اړه لیکلي دي.
نوموړي په هغو لیکوالو نیوکه وکړه، چې د څو ډالر په بدل کې هرې ناروا ته دلایل تراشي او په حقایقو سترګې پټوي.
په ننۍ غونډه کې ډاکترفیض محمد ځلاند، لیکوال اوشناندنظرمحمدمطمئن اويوشمېرنورولیکوالوهم خبرې وکړې.
دلاندني لینک په کښېباسلو سره یو بل خبر هم لوستلی شئ:

http://www.nahimi.dk/web/index.php/ps/2012-08-11-18-15-31/17063-2016-10-08-12-52-43  

ددیموکراسۍ شرموونکي دلاندني لینک په کښېباسلو سره نور هم وپېژنئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21402