ترهرڅه لمړی دنښترویبلاګ یادښت:
دنښترویبلاګ اداره هروخت دهراشغالګراو یرغلګرپه وړاندې دخپل مظلوم، خوپیاوړي او اتل افغان ولس ترڅنګ دربږي.
دطالبانو له ظهر، قاطع حکومتولۍ، نیت، اوپنځلس کلن مقاومت څخه هیڅوک هم سترګې نشي پټولای.
دا به هم دخندا وړ وي، که څوک ووایي، چې دا تپل شوې جګړه به يرغلګروګټي.
نه نه زموږ ګران افغانستان به هروخت ديرغلګرو هدیره وګرځي.
تر یرغل پنځلس کاله وروسته طالبان
لیکوال
عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

له نن نه پوره پنځلس کاله وړاندې امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ.
امریکایانو په داسې غرور په افغانستان یرغل وکړ چې د وخت ولسمشر جورج ډبلیوبوش ټولې نړۍ ته کرښه را کاږله چې یا به د دوی ترڅنګ دریږي او یا به د دوي له مخالفینو سره.
هرڅومره چې طالبانو ورته د لانجې د هواري لپاره د تفاهم او مذاکرې وړاندیز کاوه ، خو دوی یواځې خپله خبره نیولې وه چې باید د سپتمبر د ادعائي پیښې تورن کسان ورته لاس تړلي وسپارل شي.
د سپتمبر له یولسمې د اکتوبر تراومې پورې تقریبا یوه میاشت په دې کې تیره شوه چې طالب چارواکي د لانجې د هواري په لارو چارو او امریکایان بیا په افغانستان باندې د یرغل لپاره په تیاري لګیاوو.
بالاخره د اکتوبر په اوومه د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش په افغانستان د یرغل قومانده ورکړه او له ځمکې، فضا او سمندر څخه یې افغانستان تر اور لاندې ونیو.
د یرغل په لومړۍ شپه د کابل، کندهار، ننګرهار، مزار شریف هوايي ډګرونه ، په یادو ولایتونو کې دولتي تأسیسات او په شمال کې د طالبانو د جګړې لومړۍ کرښې تر برید لاندې ونیول شوې.
طالبانو په تش لاس هم په ښارونو او هم د جګړې په لومړۍ کرښو کې د امریکايي کروزو او بي ۵۲ بم غورځوونکو الوتکو په ټینګه مقاومت کاوه ، تر دې چې د شمالي ټلوالی فقید مشر استاد برهان الدین رباني له امریکایانو څخه وغوښتل چې پرطالبانوغټ غټ بمونه وغورځوي ، ځکه موجودو بمونو پر هغوی هیڅ اثر نه دی کړی.
د یوې میاشتې په تیریدو سره د طالبانو ترڅنګ د ولسي وګړو تلفات هم په ډیریدو شول.
په کندهار کې امریکايي الوتکو دومره ولسي وګړي ووژل چې بالاخره د ښار او خواو شا سیمو مشرانو له طالبانو څخه وغوښتل چې د ولسی تلفاتو د مخنیوي په غرض ښار تخلیه کړي.همداسې په مزار، کندوز، تخار، ننګرهاراو ټولو ولایاتو کې.
یواځینی ښار کابل و چې هلته د ژورنالیستانو او ځینو محدودو تلویزوني شبکو د شتون له کبله امریکايي الوتکو پر ولسي سیمو بمبار نه کاوه ، ځکه ډیر ځله قناة الجزیره تلویزوني چینل د هغو ماشومانو اوولسي خلګو د وژل کیدو ژوندي صحنې عکاسي او نشرکړې کوم چې د کابل ښار په دننه کې د امریکایانو لخوا په نښه شوي وو، چې د قناة الجزیره دې کار امریکان په غوسه او بالاخره يي د کابل په زړه وزیر اکبرخان مینه کې دهغوی مرکزي دفتر هم بمبار او له هغه وروسته يي په خلاص مټ په کابل کې هم ولسي سیمې بمبارولې.
د طالبانو د سیاسي واکمنۍ سقوط
په افغانستان د امریکايي یرغل له پیل نه یوه میاشت او پنځه ورځې وروسته د ۲۰۰۱م کال د نومبر په ۱۲ طالبانو د شدید بمبار له امله کابل ښار تخلیه او وسله والو جنګیالو یې کندهار او جنوبي ولایتونو ته پرشاتګ وکړ، امریکايي الوتکو هغوی د پرشاتګ په حال کې هم تعقیب او په بیلابیلو ځایونو کې یې د ولسي خلګو ترڅنګ طالبانو ته هم مرګوني زیانونه واړول.
د شمال او کابل تر سقوط وروسته طالبان مجبورشول د ۲۰۰۱کال د دسمبر د میاشتې په ۶ تاریخ د امارت د تأسیس مرکزکندهار ښارهم تخلیه او په دې سره رسما په افغانستان باندې د طالبانو پنځه کلنه سیاسي واکمنې پای ته ورسیده.
د یرغلګرو په خلاف د مقاومت دوام
طالبانو له مزاره نیولې د کندهار ترسقوط پوري یو ښار هم په دې نیت نه دې تخلیه کړی چې دوی به نور د یرغلګرو امریکایانو له مقاومته لاس په سروي. په دې اړه د کندهار ترسقوط وړاندې د طالبانو تأسیسي مشر ملامحمد عمر مجاهد په یوې غږیږې مرکې کې امریکايان داسې مخاطب کړل:
((تاسو فکر مه کوئ چې د ښارونو په سقوط سره به ستاسي په مقابل کې افغانان تسلیم او له مقاومته لاس په سر شي، بلکې هغوی به له تاسو سره د مقاومت په خاطر غرونو ته خیږي او له هغه ځایه به ستاسي پرخلاف خپل جهاد ته دوام ورکوي.))
واقعا همداسې وشول او د کندهار ترسقوط څو شیبې وړاندې د طالبانو مشر نامعلوم ځای ته متواري خو د امریکایانو په خلاف له کندهاره تر ننګرهاره او شاهي کوټ پوري د مقاومت سنګرونه تر پخوا لازیات ګرم شول.
امریکایانو په ډیرکم لګښت سره د طالبانو رسمي واکمني ړنګه کړه خو د هغوی پوره نابودي ورته ناشونې او د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې په حیث تر اوسه پوري لا په همدې سرګردانه جګړې کې راښکیل دي .
داسې ښکیل چې نه ترې د وتلو چاره لري او نه هم ورته پاتي کیدل آسانه دي.
تر یرغل ۱۵ کاله وروسته
طالبان د امریکايي یرغلګروپه خلاف د خپل مشر ملامحمد عمر(مجاهد) د وینا په اساس غرونو ته وختل او له امریکایانو سره یې لومړنۍ مخامخ نښته د ۲۰۰۲کال د مارچ د میاشتې په څلورمه نیټه د پکتیا ولایت له شاهیکوټ سمې څخه پیل کړه. په دې نښته کې په لومړي ځل په افغانستان کې د امریکایانو د هوايي ځواک څو پرمختللې چینوک چورلکې د مجاهدینو په بریدونو کې رانسکورې او پیاده سرتیرو ته یې هم درانه تلفات واوښتل.دا برید په داسې مهال کې پیل شو چې د کال ترټولو یخ موسم و، او د جګړې په دریمه ورځ دشاهیکوټ په غرونو سخته واوره ووريده .
د شاهي کوټ تاریخي جګړه د طالبانو او امریکايي کماندو مخامخ جګړه وه چې یوزیات شمیر امریکایان پکې ووژل شول، له دوو اونیو مقاومت وروسته د مارچ په اتلسمه په افغانستان کې د امریکا ترټولو مشر جنرال ټومي فرانکس د دې عملیاتو پای اعلان کړ او ویې ویل چې په دې جګړه کې یې دوه چورلکې نسکورې شوي دي، ۸ سرتیري یې وژل شوي او ۸۲ نور یې ټپیان دي، خو هغه څه چې د دې جګړې برخوالو مجاهدینو په خپلو سترګو لیدلي د امریکایانو د سر زیان او رانسکورو شویو چورلکو شمیر تردې څو برابره زیات ښیې.
د امریکایانو په مقابل کې د طالبانو د مقاومت د تلپاتي کیدو راز
له شکه پرته چې امریکایانو د طالبانو د را پورځولو لپاره داسې یو جنګي ایتلاف تشکیل کړ چې تر اوسه پوري یې په نړۍ کې ساری نه دی لیدل شوی ، هغوی دا جګړه په دروغو سره د تل پاتې خپلواکې د عملیاتو په نوم (Operation Enduring Freedom ونوموله.
په یاد جنګي ایتلاف کې ۴۸ غربي هیوادونو فعال نظامي شتون درلود او په استخباراتي معلوماتو ورکولو کې له شمالې کوریا پرته د افغانستان د ګاونديو اسلامي هیوادونو پاکستان او ایران په شمول نور ډیری اسلامي هیوادونه هم شامل وو.
د امریکایانو ترڅنګ د نړۍ ترټولو مجهز پوځي تړون (ناټو)هم د طالبانو په خلاف پوځي عملیات کول.
د امریکا او ناټو مجهز پوځي ځواکونه چې د وخت په ترټولو پرمختللیو محاربوي وسائلو سمبال وو پوره ۱۵ کاله د طالبانو په ضد وجنګیدل ، خو طالبانو په تش لاس د هغوی داسې مقابله وکړه چې د دوي محاربوي وړتیا او مهارت ته د امریکا او ناټو پرمختللي پوځي ماهرین او لوړرتبه جنرالان هم حیران دي.
طالبانو دا هرڅه یواځې د خپلې اسلامي عقیدې او له خپلې خاورې څخه د مشروعې دفاع تر داعیې لاندې وکړل ، نه له هغوی سره د کوم بهرني هیواد مرسته وه او نه يي هم د امریکا او ناټو په څیر پر مختللي وسائل لرل.
ځیني هغه کسان چې په دووګوتو د لمر پټولو کوښښ کوي او نه غواړي په افغانستان کې د جهاد او مشروعي دفاع پر حقانیت اعتراف وکړي هغوی د امریکا او ناټو په مقابل کې د طالبانو د غه معجزه آسا مقاومت د پاکستان څارګرې شبکې ای،اس،ای ته منسوبوي، خو هغوی ساده ګان له دې نا خبره دي چې که په خارجي مرستو سره موفقیت ممکن وای نو د کرزي او اشرف غني ر ژیمونو به اوس پر ټول افغانستان مسلط وای ؛ ځکه د هغوی تر شا د امریکا په شمول د ټولې پرمخ تللې نړي حمایت شته دی خو دوی د ارګ په زیرزمني کې د خوندیتوب احساس نه کوي.
دا چې طالبانو څرنګه د دومره مجهز نړیوال پوځي ایتلاف مقابله وکړه عوامل يي په لاندې کرښو کې لولو:
۱ ـ طالبان مسلمانان دي او د مذهبي عقیدې پر اساس له خپلې خاورې څخه د دفاع په نیت د امریکايانو مقابله کوي ، همدا عقیده ده چې طالبانو ته يي د خپل دښمن په مقابل کې شکست نه منونکي روحیه ورکړې.
۲ ـ دا چې ولسي حمایت د مقاومت اساس دی له طالبانو سره د یرغلګر دښمن په مقابل كې پراخ ولسي حمایت موجود دی ، که طالبان د امریکایانو تر هرډول استخباراتي تعقیب لاندې نیول کیږي او که پوځي فشار ورباندې راځي ولس یې تر طالب له مخه پر خپل ځان مني او د طالب د ژغورلو هڅه کوي.
مونږ په عراق او لیبیا کې د صدام حسین اومعمرالقذافي پرمنظمو حکومتونو د امریکایانو یرغل هم ولید چې تر یوې میاشتې په ډیره کمه موده کې یې تقریبا ۴۲ کلن مجهز نظامونه ورنسکور او د دوی د اوسیدو ځایونه کشف کړل، خو طالبانو چې د صدام حسین او ډګروال قدافي برعکس یې نه د حکومت دومره پخواني سابقه لرله او نه يي د هغوي په څیر منظم دولتي نظام ، یواځې دا چې ولسي حمایت یې د هغوي دواړو په نسبت ډير زیات و له همدې وجې یې ۱۵ کاله د ولسي حمایت په مټ د امریکایانو مقابله وکړه خو صدام او قذافي په یوه میاشت کې هرڅه له لاسه ورکړل.
۳ – طالبان د خپل ځانګړي طبیعت له مخې د شعار په ځای عمل ته ډیر ترجیح ورکوي ، تر ډیرو مبالغه آمیزه شعارونو یو عملي اقدام خوښوي او د خپلو امکاناتو مطابق يي له ځنډ پرته پلي کوي. طالبان خپلو اهدافو او آرمانونو ته سخت وفاداردي. ۲۲ کاله وړاندې چې یې د تأسیس په لومړۍ ورځ کوم آرمان د خپل غورځنګ د شروع لپاره ټاکلی تر اوسه پوري هغه ته وفادار پاتې شوي ، نه له هغه څخه پر شا شوي او نه يي د سیاسي تعاملاتو په راکړه ورکړه کې ورباندې سودا کړې. صداقت ، اخلاص او ریښتینولي یې د سیاسي او جهادي فعالیت مشخصه ده ، نه يي ځان د سیاست په منفې تنازلاتو ککړ کړی او نه يي د شرائطو د سخت والې له کبله له خپلو آرمانونو څخه تنازل کړی دی.
۴ ـ طالبان تر یوه متحد قیادت لاندې د یوه شرعي هدف د ترلاسه کولو په خاطر له يرغلګرو سره مقابله کوي ، دا مقابله هغوی خپله شرعي فریضه بولي ، په دې مقابله کې نه د ستړیا احساس کوي او نه هم شهادت ، جراحت او اسارت د ځان ناکامي بولي، لوجیستیکي امکانات یې په عادي ډول ولس ورته برابروي او پوځي مهمات خپله دوی له امریکایانو او داخلي ځواکونو څخه د وسلې په زور غنیمت کوي، لهذا نه د لوجیستیکي امکاناتو له نیستي سره مخ کیږي او نه هم د پوځي مهماتو د ترلاسه کولو په خاطر ځان د چا پوروړی کوي.
۵ـ په پوځي ډګر کې په یرغلګرو امریکایانو باندې د برلاسي ترڅنګ په خپلو ځواکونو باندې ټینګ پوځي او اداري تسلط هم لري. د ټول هیواد په کچه داسې منظم پوځي او اداري تشکیلات لري چې د مرکزي شوری له لوړ پوړو غړیو رانیولې بیا د یوې ولسوالې ترټیټ رتبه ولسوال پوري هرمسؤل کس شخصا د طالبانو مشرتابه ته د حساب ورکولو مسؤلیت لري او د هغه مورد اعتماد وي.
۶ ـ په ټولو پوځي او اداري مناصبو کې شفافیت او د مالي حسابونو روڼ والی د کار اصل ګڼي ، هیڅ څوک نشي کولای له خپل مقام څخه په استفادې سره تر خپل معلوم استحقاق زیات څه تر لاسه او یا له بیت المال څخه ناوړه استفاده وکړي، له بیت المال څخه ډیرکم مقدار ناوړه استفاده د لويي مؤاخذې لامل بولي او مرتکب يي سمدستي مجازات کوي.
۷ ـ د ټولو پوځي او سیاسي اجرآتو مداریې خپل منځي مشاورت او مشترک تفاهم دی، هیڅ څوک هم د خپل کار له ساحې بهر په خپل سر د هیڅ ډول تصمیم صلاحیت نه لري.
د طالبانو راتلونکې
طالبان په افغانستان کې د ولسي شعبیت ترڅنګ مذهبي او جهادي حیثیت هم لري.
د هغوی دا ملي او مذهبي شعبیت او د هیواد په اړونده قضایاوو کې یې محوري رول دا ایجابوي چې د هیواد په اړه په ټولو برخلیک ټاکونکو تصامیمو کې یې رول ته په پوره اهمیت وکتل شي.
دا چې امریکایان په تیرو ۱۵ کلونو کې د سلګونو زره مجهزو پوځیانو له شتون او یو تریلیون (زر میلیارد ډالره) له لګولو سره سره د طالبانو له نابودي څخه ناتوانه شول دا خپله د دې ښکارندوینه کوي چې طالبان تر پوځي زور په ولس کې ملي شعبیت زیات لري .
د طالبانو دغه اهمیت ته په کتوسره باید پر دې خبرې اعتراف وشي چې د طالبانو مؤثرشتون د افغاني ټولني یومنل شوي واقعیت دی او د افغانستان د حال او مستقبل په اړه هر ډول تصمیم د طالبانو له رضایت او موافقې پرته ناشونی دی.
پایله
په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو بهیر ته په کتو سره دا جوتیږي چې د هغوی ایجاد او له منځه تلل د هیواد د ځانګړو شرائطو محصول وي.
طالبان د یوه ولسي پیداوار په توګه یواځي سیاسي یا پوځي ډله نشي بلل کیدای؛ بلکې د ولسي غوښتنو هغه ممثل غورځنګ دی چې د تنظیم جنګې د تورې دورې په مهال يي هم د شر او فساد مخنیوی وکړاو هم يي افغانستان له تجزیې وژغورو .
په هیواد د امریکايي یرغل په مهال یې هم د خپلو سرونو په نذارانې سره د هیواد له سپېڅلي حریم نه دفاع وکړه او هم يي ولس د سر ایله تنظیمونو د تکثر له شرارته وساته.
پرون يي د امریکا په مشرۍ یرغلګر صلیبي ایتلاف ته ماتې ورکړه او نن یې د امریکايي بدماشانو له وتو وروسته د هیواد ډیری برخه له بي نظمي او ګډوډۍ څخه ژغورلې.
هغوی به له امریکايي یرغل څخه د هیواد تر آزادۍ وروسته هم د دې هیواد د محسنو خدمتګارانو په توګه خپل رول تر سره کوي، الله تعالی دي زمونږ هیواد نور د جګړو له شره په امان او مظلومو افغانانو ته دې د یوه خپلواک ، مقتدر اسلامي نظام تر سیوري لاندې د هوسايي او سوکالي ژوند ور په برخه کړي .
اللهم امین.