د اسپانیا هیواد یو وتلئ خطاط او انځورګر بارټولوم ایسټیبن موریلو 

Datter giver mælk til far

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د اسپانیا هیواد یو وتلئ خطاط او انځورګر بارټولوم ایسټیبن موریلو (Bartolommeo Esteban Murillo)

دا په اروپا کې یو ډیر تکړه او مشهور انځورګر تیر شوئ ده، د ده دغه رسامي د هنر له لحاظه دومره مشهوره نه ده، لکه څومره چې په دې انځور کې ښکاره کیدونکې موضوع او د دې ترشا پیښه مشهوره، بې سارې او حیرانوونکې ده.....
یو بوډا کس ته "له لوږې تر مرګه" سزا ورکړل شوه ، یانې تر هغې دې دغه کس نهاره وساتل شي ترڅو چې له لوږې مړ شوئ نه وي. د دغه بوډا کس یوه لور وه چې هغې د خپل پلار سره د روزانه ملاقات غوښتنه وکړه چې غوښتنه یې ومنل شوه. د ملاقات کولو په وخت کې به د جينۍ ډیره سمه تالاشي اخیستل کیدله، ځکه داسې نه چې د خپل بوډا پلار لپاره د خوراک څښاک څه سامان وغیره یونسي. د لوږې دلاسه ورځ تر بلې د بوډا بدن مرګ ته د نږدې کیدلو حالت په لیدو سره جينۍ د درد او بیچارګي دلاسه ډیره خفه او غمګینه وه، د خپل پلار دغه حالت به دغه جينۍ ډیره ځوروله، خو بیا هغې داسې یو کار وکړ چې د ډیرو خلکو لپاره د نه معاف کیدونکي ګناه څخه کمه نه وه او د ځینو لپاره د مینې او د شفقت انتها وه .....
لکه څنګه چې د سختو بنديزونو له وجې جينۍ د خپل پلار لپاره د خپل ځان سره د خوراک او څښاک څه سامان نشو وړلئ، نو هغې د ډیرې مجبورۍ نه خپل مرګ ته نږدې کیدونکي پلار ته له خپلې سینې څخه پۍ ورکول شروع کړل، چې بیا وروسته ورو ورو یې د پلار حالت په ښه کیدو شو ..... بیا یوه ورځ چوکیدارانو دوئ د داسې کولو په حالت کې ولیدل او په نیولو سره یې د وخت پاچا ته حاضر کړل، دا پیښه ډیره ژر لرې لرې سیمو ته هم ورسیدله خلک یې په تعجب کې واچول، او خلک په دوه ډلو کې تقسیم شول یوه ډله خلکو د هغې د مقدسې رشتې د تالان کولو سره نه بښونکې جرم باله او دوهمې ډلې خلکو د هغې له خپل پلار سره د مینې او شفقت د عظیمې جذبې مثال بیانوو.
دغې عجیبه او حیرانوونکې پیښې په اسپانیا او اروپا کې "د خدایي احکاماتو او د تقدس" او "د انساني ارزښت او د مینې" ترمینځ بحث ته لاره هواره کړه. دا حیرانونکې پیښه د اروپا ډیرو انځورګرانو په ټاټونو کې محفوظه کړله چې په هغو کې د (Bartolommeo Esteban Murillo) رسامي ډیره مشهوره شوه. دې مقدمي ډیر وخت ونیوو خو په اخېر کې یې د انساني ارزښت بریا ترلاسه کړه او دواړه لور او پلار خوشي شول.
ژباړه: د رضا خان صیب د دیواله.