مسعود خپلو پنجشېریانو وژلی دی
یو روسی خبریال ارکادي دوینوف وايي، د شمال ټلوالې د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود په قتل کې د نوموړي نژدې ملګري لاس لري.
د روسیې سپوتنیک نیوز وايي، ارکادي دوینوف یو له هغو کسانو څخه دی چې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په نهمه د مسعود د وژل کېدو په مهال د تخار ولایت په خواجه بهاالدین کې و. خواجه بهاالدین هغه ځای دی چې دوو عرب خبریالانو له مسعود سره پکې مرکه وکړه او له نوموړي سره یوځای ووژل شول.
دوبنوف سپوتنیک نیوز ته په مرکه کې ویلي چې عرب خبریالان یې لیدلي و. د ده په وینا دواړه خبریالان ورته مشکوک ښکارېدل او ورته دا سوال او شک پیدا شوی و چې د مسعود نژدې کسان ولي دې مسلې ته پام نه کوي.
دوبنوف باوري دی چې د مسعود نژدې کسانو د نوموړي په وژلو کې لاس درلود.
ارکادي دوبنوف وايي«له دې پېښې زما ژغورل معجزه وه، کنې باید له مسعود سره د عربانو په مرکه کې حاضر وای.»
دوبنوف زیاتوي«باید دا ومنو چې مسعود د سیاسي دسیسې قرباني شو او ښکاره ده چې په دې توطیه کې د ده د جګړې ملګري ښکېل بلل کېږي.»
دوبنوف د خپلو خبرو په دوام کې وویل«په لومړیو کې د لندن یوې محکمې ته د مسعود د قتل د یوه رسمي شاهد په توګه احضار شوم، دوی ډېره هڅه وکړه چې ما قانع کړي څو ووایم چې د مسعود د وژلو پلان طالبانو جوړ کړی او له ما توقع وه چې د دې خبرې شاهدي ورکړم. خو ما څه ونه ویل. وروسته یې داسي شواهد راوړل چې ښودله یې د مسعود خپل کسان د ده د ترور مسوول دي.»
دنښترویبلاک یادونه:
کله، چې مسعود والوزول شو غبرګ عبدالله او یونس قانوني دسی این این له تلویزیون او بي بي سي رادیو سره دمرکې په حال کې یو بل ډول وارخطا اوشکمن مالومېدل دقسیم فهیم حالت هم د دوی په ډول و.
دیادولو ده، چې د۲۰۰۱زدسپتمبر له نهمې څخه لا دمخه څوځلې دمسعود د ورکې پلانونه په کار لوېدلي وو خو سر ته ونه رسېدل آن دا چې دخپلو پنجشېریانو لخوا زهر هم ورکړل شوي وو اوبیا په بیړه فرانسې ته ورسول شو اوبچ شو که یاد مو وي رنګ یې له هغو زهرو خوړلو څخه وروسته لاپسې ژېړ شو.
داهم خورا مهمه او د یادولو ده، چې دموډرنې ځانمرګي پټه دمسعود په الوزولو سره پرې(قیچي) شوه.
دمسعود کورنۍ غړي په هرڅه سم خبر دي خو دبې ننګۍ اوبه یې څښلې او خپل کاغذي زمری نشي ګټلای.