د شورای نظار ملېشو نن په کابل کې د وحشت ننداره جوړه کړه
تاند –په کابل ښار کې نن د شورای نظار ډلې د مشر مسعود د مرګ تلین و چې لاروي ملېشو یې د کابل ښار په سرکونو او کوڅو کې په شور او ځوږله وحشت سره ولمانځه.
په کابل ښار کې نن حکومتي دفترونه بند ول او ډېر خلک د ملېشو د زور او ځواک د نندارې له امله په خپلو کورونو کې دننه پاتې ول.
احمدشاه مسعود د ۱۹۵۳ کال د سپتمبر په ۲مه د پروان ولایت د پنجشېر ولسوالۍ په بازارک کلي کې زېږېدلی و. په کابل ښار کې له استقلال لېسې څخه فارغ او بیا یې د کابل په پولیتخنیک کې زده کړې پیل کړې وې خو وروسته له هغه چې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د افغانستان د نظام په وړاندې د مقابلې لپاره جذب کړ او پېښور ته لاړ زده کړې یې په نیمايي کې پاتې شوې.
مسعود له یو شمېر نورو افراطیانو سره په ګډه په ۱۹۷۵ کال د آی اېس آی په امر د سردار داودخان د جمهوریت پر ضد وسله پورته کړه خو حکومتي قواوو پسې واخیست. نوموړي په افغانستان کې د ثور کودتا څخه وروسته بیا جګړې پیل کړې چې د جمعیت د تنظیم مشهور جنګیالی قوماندان ترې جوړ شو، وروسته یې د نظار شورا په نامه د قوماندانانو یوه ډله جوړه کړه چې پخپله ده یې مشري کوله.
احمدشاه مسعود په ۱۹۹۲ کال کې د کابل حکومت له یو شمېر ملېشو سره د ارتباط له لارې او د ملګرو ملتونو د سولې د پروګرام په شنډولو سره کابل ښار ته ننوت او قدرت یې په لاس کې ونیو خو د سیالو ډلو له لوري یې تر ۱۹۹۵ کال پورې چې طالبان کابل ښار ته ننوتل د ارام ساه وانه خیسته. دغه مشهور جنګسالار په ۲۰۰۱ کال کې د دوه تنو عرب ژورنالستانو له خوا ووژل شو چې له وژنې راهیسې یې ملېشې د هغه تلین هر کال په کابل ښار کې لمانځي.
په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ شمېر فعالانو نن په کابل کې د نظار شورا د ملېشو له خوا له روانو وحشتونو څخه په تاثر سره لیکل کړي دي چې یو شمېر یې د لوستونکیو د معلوماتو له پاره را اخلو.
د کابل پوهنتون استاد دریځ لیکي؛ «نن لنډغرو یو ځل بیا دخپل دسقاوي مهال پاڼې واړولې، هغه دټوکې یوه برخه ده چې : ابۍ ښه چل دې راځي خو بس څه وکړم…؟ ښه چل یې راځي خو چې مشران مو مصلحتي نه وای، دوی دواک په نشه کې دی، دملت حال ته نه ګوري، قاتلینو ته یې وخت ورکړی دی، دقاتلینو زامن یې خوندي کړي، ان په جنرالیو یې نازولي دي او لا دې خدای خیر پېښ کړي، نړۍ والو هم همدا لوبه ګرمه کړې ده، ګنې نن خو ورته ترهګر ښه ښکاره شول، دکابل قاتلینو خو ځان ښه وښود. خو بس دلته چې څه واک ته ورسي هغه بیا دملت قربانیو ته نه ګوري، ملي شي. لنډه غر مه ملامتوئ، چې لنډه غرو ته چا وخت ورکړی، دا را ونیسئ.»
ولي خان لیکي، «ځیني مغرض انسانان دعام اولس لپاره په ژوندون هم عذاب الهي وي. پس له مرګه هم اولس دهغو له شراو فساده ساتنه او امان غواړي لیکن بیاهم دهغو عذاب ورباندي نازل وي. بي کلتوره انسانان.»
سلیمان نوید د نظار شورا د یوه پلوي جاوید کوهستاني د درې ورځو مخکې خبرې ته چې ویل یې قوم یې ډېر متمدن دی په اشارې او نننۍ وضعې ته په پام سره لیکي، «یک گروه عجیب و غریب مانند (#داعش) از کره #مریخ به شکل تصادفی پایین و وارد کابل پایتخت افغانستان شد و مردم بیچاره را در ترس ،حراس ،اضطراب و وحشتزده قرار داده …
یک بام و دو هوا .
#لعنت به این تمدن .»
انجنیر حامد درانی لیکي، «Warning:
The warlords will take over the people and the city of Kabul for the whole day and tonight. Please stay in home and take care of your self since there will be no rules and law and government for a day.»
محب الله ظهیر چې د فیس بک له پست سره یې د هغه ځوان عکس هم خپور کړی چې نن په کابل ښار کې د شورای نظار ملېشو وژلی دی لیکي، «آیا ولسمشر به د داخله وزیر او د کابل د ګارنیزیون قوماندان راوغواړی او د نن ورځې د شورای نظار د لنډغرو د وحشت په وړاندې د هیڅ غبرګون نه ښودلو په خاطر به یو څو چیغې پرې ووهی؟»
نجیب الله خان لیکي، «د څه شي شهید؟ کوم شهید؟ شهید څه مانا؟ جنګسالار او قاتل ورته وایاست؟ معامله ګر او د روسانو او ای ایس ای ډبل اجنټ ورته وایاست. لنډه دا چې د سقاویزم د مکتب پیروان او اشرار یې بولئ.»
رازمحمد لیکي، « دې ته وايې دکوهستانې فاشست مدنيت. څه شوګارنيوزون لاپې. څه شوامنيت او د کورنيو چارووزارت. په ټول کابل کې يونرنشته چه ميدان ته ووځې اودسقاو اولاده په خوله ووهې. هغه وخت چه طالبان لا لوګرته نه راسيدلې همدغه لنډغرو او شوراې نظار او د دوی قهرمان مسعود خپلې وسله په تشنابونوکې پټ اوخپل پرتوګونه يې زيړکړل. ټول د پنجشيرپه طرف وتښتيدل. اوس هم دطالب نوم چه همدغه لنډغرووارې په لس کيلومترۍ کې پطلونونه لمدوې.»
اجمل انوري لیکلي، «يك سقاوي بي منطق از اين لندغر ها حرف مفت است شما ب نام انسانيت چيزي نميشناسين وطن تباه كردين ب مردم بيچاره كابل زور بگين حيف نام انسان ب شما…»
فضل هادي لیکي، «په ټوله نړۍ کې چې خلک باغې وحش ته ځی، نو مجبوره دي چې په پيسو ټکټ واخلي. ليکن کابليانو ته دغه وحشيان په سړکونو او کوڅو کې
مفت ځغلي، خو دوی ورڅخه شکايت کوي. يواځې يې ترمينځ فرق دادی، چې د نورې نړۍ وحشيان چاته ضرر نه رسوي او د کابل وحشيان بيا ډېر ضرر رسوونکي دي. البته دا وحشيان د يوه لوی وحشي چې ډېر پخوا مردار شوی دی، هر کال په همدې ورځ ښار ته راوځي.»
د وحشت یوه ویډیو
……
یادونه: یو شمېرعکسونه د همبستګۍ له وېب سایټ څخه را اخیستل شوي دي چې مننه ترې کوو.