ننګرهار کې د حبیب الله کلکاني(بچه سقاو) پرضد اوغازي امان الله خان په ملاتړلاریون وشو 
لاریونوالو  د ستر غازي امان الله خان له لارویو وغوښتل چې پرینږدي پرونی غل اتل  کړي . دوی همدا راز د تمسخر په شکل ویل چې غله خلک له شرمه دشپي ښخوي.
په  هیواد کې د حبیب الله کلکاني د بیا ځلي تدفین وروسته ګڼ شمیر هیواد پال  افغانان لاریونونه وکړل او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د تاریخ بد نامه څیرو  ته دې القاب نه ورکوي.
د یادونې  وړ ده چې تیره ورځ په لندن کې پخوانی ولسمشر حامد کرزي وویل که څوک په عزت  سره د حبيب الله کلکاني د خاورو ته سپارلو غوښتنه کوي، ملا عمر هم حق لري  چې په عزت سره خاورو ته وسپارل شي.