راځئ چې نور نو دا نږدې ۴۰ کلنه جګړه بس کړو
- لیکونکی نظرمحمد مطمئن
راځئ چې نور نو دا نږدې ۴۰ کلنه جګړه بس کړو، که په تیرو ۴۰ کلونو کې د افغانانو ترمنځ جګړو نتیجه ورکړي وي، نو ۴۰ نور کلونه يې هم وغزوئ او که نتیجه يې تر ډیره افغانان قرباني وي، راځئ بس يې کړو، ګټه يې امریکا ، چین، روسيې او ګاونډیو هیوادونو ته ځي.
زه هغه د روسانو سره پر جګړه خبره نه کوم، مقدس جهاد وو، له هیواده دفاع وه، دا ډول د هیواد دفاع په هر وخت کې لازم ده. د بهرنیانو شتون د جګړو اصلي ريښې دي، زما هدف د افغانانو خپلمنځي جګړې دي، چې ګټې يې پردیو ته ځي.
وايي چې د خوست له دوو قومنو څخه پوښتنه وشوه چې ستاسي دښمني څه ډول وي؟ هغوی ويل چې پېل يې یو کس وکړي، بیا دهغه کورنۍ ته وغزیږي او بیا نو قوم پکې ښکیل شي. هر وخت چې ۳۰ او یا ۴۰ کسان له یوه او بل قوم څخه ووژل شي بیا نو د نورو قومونو خلک راټول شي او ریغه (روغه) وکړي.
هغه پوښتنه کوونکي وویل چې دومره کسان مړه شي بیا روغه کوئ نو ولي اول وختونو کې روغه نه کوي؟ مقابل لوری لاجوابه وو.
زه وایم چې بس ده، په تیرو ۱۵ کلونو کې تر یونیم لک ډیر افغانان ووژل شول او په همدي کچه نور افغانان زخمیان شوي، په لکونو بي کوره او مهاجر شوي، بلا ډیر مشکلات راته پیداشوي.
دا ډول د روسانو سره د جهاد پرمهال نږدي یونیم میلون افغانان شهیدان او تر دوه میلیونه زیات زخمیان شوه.
دا ټول افغانان دي، روسان تر ۴۰۰۰۰ کم ووژل شوو، او امریکایان هم په روانه جګړه کې نږدي ۱۰۰۰۰ به وژل شوي وي.
زه نه وایم چې موږ دي غلامي وکړو، هیواد دي خرڅ کړو، بلکي وایم چې راځئ د افغانانو وژل بس کړو، بهرنیانو سره په خپل وخت حساب وکړو، او دخپل هیواد د هوسایي او ښیرازتیا له پاره کار وکړو.
که یو کال وروسته او یا هم درې کاله وروسته سوله کیږي او په راتلونکو کلونو کې بیا هم افغانان وژل کیږي، نو ښه نه ده چې اوس بین الافغاني تفاهم پېل شي، خو سوله په دي معنی هم نه چې تسلیمي وي، همدا جګړه خو د ښکیلو خواو تر منځ د نه عدالت پر بناء روانه ده، عدالت باید په پام کي ونیسو.
که یوه ورځ هم جګړه دریږي زموږ نږدي د سل تنو افغانانو ژوند خوندي کیږي، راځئ په ګډه هغه څوک په نښه کړو چې د سولې پرځای جګړې ته لمن وهي، او دا هغه څوک دي چې په تیرو ۱۵ کلونو کې د جګړو له امله میلونران شول. ددوی ګټې په جګړو کي دې، مګر دولس ګټې په سولې او امن کي دې.
د یو باثباته او خپلواک افغانستان په هیله.