لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی

داوومې روژې تحفه

د اوومی روژې زرین اصل :

پوهانو ویلی دي چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح دواړه صفا کوی . روژه یو الهی نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوي چی آیا په دې امانت کی صادقان یو که خاینان ؟!

او دا هم د روژې اوومه تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) .

درواغجن شخص

حاتم زاهد (رح) داسی فرمایلی دي :

۱ ـ  هغه انسان چی د پرهیزګارۍ څخه پرته د خدای د محبت ادعا کوی درواغجن دی ؛

۲ ـ هغه انسان چی د خدای په لاره کی د مال او دولت مصرفولو څخه پرته جنت ته د تللو اراده لری درواغجن دی ؛

۳ ـ هغه انسان چی د رسول الله (ص) د سنت د پیروۍ څخه پرته د هغه (ص) سره د مینی او محبت ادعا کوی درواغجن دی ؛

۴ ـ هغه انسان چی د مسکینانو او فقیرانو سره د ناستی ولاړی څخه  پرته د لوړو درجو ادعا کوی درواغجن دی .

هو ، څوک چی د دین چاری هم په ریا او غلا سره مخته بیایی معنی دا چی غواړی خدای تعالی خطاباسی ، خو اصلأ ځان پخپله خطاباسی .

حضرت بایزید بُسطامی (رح) فرمایلی دي : « دا هم یوه ګناه ده چی د ښه عمل څخه پرته جنت غواړې » . په رښتیا هم نن اکثریت مسلمانان منجمله افغانان د دین ښه مضبوطه ټېکه داري کوی ، چا ته نوبت نه ورکوی ، خوله یې د ناحقه فتواوو او جیب یې دخودساخته ټاپو څخه ډک وی ، په ظاهره ملا خو په زړه بلا وی ، د ظالم او فاسد یار او د مظلوم اغیار وی....

فضیل بن عیاض (رح) د دغسی درواغجنو اشخاصو په هکله فرمایی : « د قیامت په ورځ به الله تعالی ریاکارانو ته ووایی چی ولاړ سیً د خپلو عملونو بدله د هغه چا څخه وغواړئ چی په دنیا کی مو د هغوی په وړاندی ځان ښودنه کول » . نو الله دی دغسی ریاکاران او درواغجنان اصلاح او فلاح کړی . خو اراده اول په شخص اړه لری .