د پکتیا ګڼ شمیر اوسیدونکو د لاریون په ترڅ کې یو ځل د ټوټاپ پروژې مسیر بدلیدو سره مخالفت څرګند او د حکومت لوړ پوړي چارواکي یې د سیمې استخباراتو سره پر همکاري او د ملي پروژو پر سبوټاژ تورن کړل .
دغو لاریون کوونکو ګواښ وکړ ، که حکومت یې د غوښتنې خلاف پریکړه وکړه نو د تیرې کوتل کې به له څلورو ولایتونو سره د حکومت لاره ډب کړي .
لاریون کوونکي د ملي یووالي حکومت غیر قانوني بولي او وایي ، چې په رامنځته کیدو سره یې د خلکو حقه حقوق نه ورکوي او ناقانونه کړنو ته یې ملا تړلې .
يو تن لاريونوال مدني فعال سيد جمال آصف خېل وويل :دټوټاپ دپروژې کارونه، دپکتيا ولايت ته ۶۰ سلنه بشپړ شوي دي او دابه ډيره لويه بې انصافي وي ،چې ددې مسير ته تغير ورکړل شي .
نوموړي وويل په تېرو ټاکنو ددې ولایتونو خلکوډيره لويه قرباني ورکړې، چې دولت بايد دبرېښنا سربيره نور امتيازونه هم ورکړي .
ده وويل، چې دا ددوی وروستی لاريون ندی او که چېرې ېې مثبت ځواب تر لاسه نه کړ خپلو لاريونونو ته به دوام ورکوي .
دغه لاریون کوونکو د ولسمشر او اجرایه ریاست دویم مرستیالان او یو شمیر نور لوړ پوړي چارواکي پردیپالي بولي او وایي ، چې د سیمې استخباراتو په خوښه یې د پروژې سبوتاژ کولو هڅې پیل کړي .
دوی وایي ، که هر څنګه کیږي خو د دغه ملي پروژې په اړه به حکومت معاملې ته پرینږدي .
قومي مشر حبيب الله مستعان وايي :په دولت کې يو شمير دنورو هيوادونو چاسوسان شتون لري ،چې نه غواړو قومونه سره په اتحاد کې وي او هيواد دې پرمختګ وکړي .
نوموړی وايي مونږ به هيچاته هم اجازه ورنکړو ،چې دقومونو په منځ کې بې اتفاقي واچوي او ملي ګټو ته زيان ورسوي .
دلاريون يو ګډونوال حميدالله زرمتی وايي : مونږ دا نه وايو ،چې بل ولايت ته دې بريښنا نه بلکې غواړو ،چې نورو ولايتونو ته نور امکانات ورکړل شي او مونږ ته خپل حق .
دی وايي که چيرې دولت زمونږ غوښتنو ته پاملرنه ونه کړه په وړاندې به ېې جدی غبرګونونه وښودل شي .
د ټوټاپ بریښنا پروژې په اړه داسې مهال د یو شمیر کسانو له لوري د مخالفت غږ را پورته شوی چې د دغه پروژې نږدې اوویا سلنه چارې بشپړ شوي او دوی د مسیر بدلیدو غوښتنه کوي .