زما لپاره الله (ج) کافي دی

ژباړه: حسیب الرحمن نورمل
د وخت یو پاچا و هغه یو هوښیار او پوه وزیر درلود، خو وزیر یې یو څه وخت وروسته له وزارت نه لاس اخلي او استعفا ورکوي.
پاچا له خپلو نورو وزیرانو نه پوښتنه وکړه:
ـ هوښیار وزیر چیرته؟
ـ هغه له وزارت نه لاس واخیست او د خدای(ج) په عبادت مشغول دی.
ـ پاچا د هوښیار وزیر کورته ورغی له جوړ پخیر وروسته یې وپوښتل:
ولې دې وزارت پرېښود؟
ـ پنځه لاملونه و چې له وزارت نه مې لاس واخیست.
ته به ناست وې زه به درته ولاړ وم، اوس د داسې خدای(ج) بندګي کوم چې یوازې په لمانځه کې راته د کېناستلو امر کوي.
کله به چې تا ډوډۍ خوړه ما به یوازې درته کتل، اوس مې داسې رازق پیدا کړی هغه ډوډۍ نه خوري خو زه یې خورم.
تا به خوب کولو ما به دې ساتنه کوله، خو اوس مې داسې مهربانه رب پیدا کړی چې هغه هېڅکله خوب نه کوي او زما ساتنه کوي.
زه به ډارېدم چې که ته مړ شې نو ستا دښمنان به ما هم مړ کړي، خو اوس د داسې خدای عبادت کوم چې هغه تل ژوند دی او پردې باوري یم چې د هغه دوښمنان ماته زیان نشي رارسولی.
بل له دې وېردم که له ما کومه ګناه یا تېروتنه وشي ښايي هېڅ مې ونه بښې، خو اوس مې پر ما خپل رب داسې مهربانه دی که په ورځ څو تېروتنې اوګناه وکړم او بښنه ترې وغواړم بس ژر مې بښي نو اوس مهربانه الله لرم. اوس چاته اړتیا نه لرم چې د چا اطاعت او عبادت وکړم، بس زما لپاره په هر وخت او په هر ځای کې خپل رب کافي دی.
پاچا چې د وزیر خبرې ووارېدلې نو پرته له دې چې وزیر ته څه ووايي سر یې ښکته کړ او د خپل تخت پر لور روان شو.