دجګړې ډهل ته دسولې نارې

Amanullah khan stående billedHassin
دپیل یادونې: خبرې مې ترخې اوهضم ېې ګران دی.دا ځکه چې حقیقت پخپله تریخ دی.دبښنې او ویرې اړتیا نه وینم.هغوی چې له حقیقت سره مینه لري دانور وفا سمندر په خبره په زړه کې ېې دویرې ځای نه پاتی کیږي او داقلم خو هسې هم دخلکو په خبره «یتیم په زړا پوخ دی». دبرتولت برښت په خبره دبې عدالتیو لیدنه تندی تریو او آوازپړسوي . څه وکړم ښايي برخه مې همدا وي
دنړۍ اولسونه یا له خپل او یا هم دنوروله تاریخ څخه زده کړه کوي.خو داسې ښکاري چې زموږ دهیواد «روڼ آندي» نه خپل تاریخي واقعیتونه ویني او نه دنورو . پرهیواد دیوه خونړي اشغال تور سیوری پروت دی. په همدې توره ترږمۍ کې دخلکو او اولسونودملي خپلواکۍ ، ځمکنۍ سلامتیا،ملي واکمنۍ او ملي یوالي ټولې تاریخې ستنې نړول شویدي. دخلکو او اولسونو ملي تاریخی شخصیت ، هویت او تاریخي شوي عقاید ، باورونه اودپیړیو را چڼ کړې دودونه هرڅه دیوه تاریخي معنویت په توګه دخپل ژوند او پایښت له پوښتنې سره مخ دي.دلته یواځې انسانان نه بلکې دهغوی تاریخي شتون ځپل کیږي.نه دچا ژوند خوندي دی نه دچا دنغري درنښت ته څوک ارزښت ورکوي.بس ددموکراسۍ ، تمدن او نړیوال کیدوسیاسي شوې نارې دي چې ځمکه او آسمان ګزوي او تر همدې نارو لاندې داشغال په خونړي ناولي مخ پردې را باسي.تر پرونه داشغال په ورکړو کې ډوب او داشغال ترحم ته ناستو«روڼ آندو»دکلماتو په کوډواولسونو ته همدا ویل چې دا اشغال نه دی.دا نړیوال پیوستون دی، دا دافغانستان دژغورنې او پر مختګ نړیواله ژمنه ده،دا دهیواد داستقلال او ملي هویت او واکمنۍ ضمانت دی… هغه تودې نارې ژر بادونو سړې کړې بیا دا نارې را پورته شوې چې امریکا او ناتو یو نړیوال ځواک ، نه ماتیدونکی او جهان واکمنۍ ته رسیدونګی قدرت دی . دهیچا زور ورسره بر نه دی ،مجبور یو چې همدغه داشغال تړتک په ځان را کش کړو…
خو کله چې دخلکو زور رښتیا هم دخدای زور شو او دامریکا ناتو ،آیساف او ټولو ورسره اجیرو کورنیو او بهرنیو ډلو زورېې په ګونډه کړ  نو بیا دسولې غوښتنې په شلیدلې پړسته کې را ښکاره شول.پرون ېې اشغال په رټه په بډو واهه خو نن چې اشغالګر په خپله  په لوړه کچه داشغال دشتون نارې وهي او عمل ېې هم دهیواد دژوندانه په ټولو برخو کې تر زاړه اسعماره ډیر ناولی ، خونړی او احمقانه رنګ لري نو داشغال پلو نوکرانو ته اوس داشغال په شتون او یا نه شتون خبره ډیره درنه او روح سوځوونکې ده.نو ځکه اوس له ډیرو څخه دسولې او جګړې سندرې په یوه بل عجیبه رنګ کې اورو.د اشغال په خونړیو له فساد اوفتنې ډکو پټو او ښکاره ناولو کړووړواو تاریخي مصیبت خولې پټې نیسي ، کله دسولې چیغې وهي او کله هم دجګړې ډول ته نوی تړنګ ورکوي. راځۍ وګورو چې  داشغال په لمن کې دپرتو واکمنو او دهغوی داردلیانو دسولې منطق څه دی او دجګړې ډول دڅه له پاره ډنګوي.
دسولې وړاندیزهغه هم داشغال په دوام کې په دې منطق زور لګوي  چې جګړه دحل لاره نه ده. جګړه هغه بدیل نشي راوړی چې سوله پرې ټینګه شي، په سوله کې دواکمنۍ موجود حالت چې ددوی په خبره یواځنی بدیل دی دوام موندلی شي، په سوله کې داشغال ددورې لاسته راوړنې خوندي ساتل کیږي.په سوله کې زموږ دواکمنۍ ارګانونه ، زموږ اردو ، پولیس، امنیت ، لوټمارې ملیشې او دملي یوالي ضد پاڅونونه دامریکايي ډالرو له خوند څخه نه بې برخې کیږي.او غټ عامه تیر ایستونکې اشغال ورکړی شعار ېې  هم دادی چې که امریکا او ناتو نه وي نو پاکستان به افغانستان له ستوني تیر کړي. دسولې لپاره دجان کیري دکینولې واکمنۍ سرې لیکي هم ښکاره دي او هغه دا چې داشغال په عمر او دوام څه چې په ملي او انساني ضد کړنو به  ېې هم څه نه ویل کیږي ځکه هغه له امریکا سره دامنیتي تړون لاسلیک له هر ډول خبرو پورته ساتلی دی.داشغال په طرحه جوړ قانون اسا سي به سره کرښه وي او دې ټولو ته دپرتوګ ور اغوستلو لپاره دا خبره ټینګه نیسې چې داشغال لاسته راوړنې به خوندي ساتل کیږي.که مخالف لوری چې دجان کیري یوسلطان ېې مخالفین او بل ېې دښمنان ګڼي دا ټول شرطونه ومني یعنې داچې داشغال دوام ته غاړه کیږدي، داشغال جوړه شوې واکمني په رسمیت وپیژني ، داشغال ددوري ټول جنایتونه آسماني ثوابونه وګڼي،ټول   هغه ګیدړ، لیوان ، شغالان او سرکوزي چې اشغال په خپله غیږه کې په ټول ځنګله واکمن کړي خپل دوستان وشمیري او یواځې په دې خاطر چې یو څو له سپکاوۍ او حقارت نه ډکې موقتي څوکۍ تر لاسه او داولسونو دپنځلس کلن اشغال ضد مقاومت ټوله تومنه وپلوري نو دا به سوله راولي؟ راځۍ خپل تاریخ  او هم دنورو تاریخ ته وګورو. له زاړه استعمار سره چې هغه هم  ځان دتمدن نښه ګڼله اودفرهنګي کولو تر شعار لاندې ېې خپله ناولې څیره پټوله څه وخت ، کله او دچا په مشرۍ او کومه دپایښت درلودونکې سوله عملي شوې چې نن به عملي شي.شاه شجاع خوارکي څومره دسولي نارې سورې وکړې.هغه دنن په شان سوله دانګریزي استعمار ددوام په خاطرچې البته خپله انګریز ورکړې واکمني ېې هم په پام کې وه غوښتله.لږ سرکاري ملایان ، خانان اواربابان ېې په انګریزي کالدارو وانه خیستل . خو اولسونه پوهیدل چې دشاه شجاع سوله دفرنګي داشغال دوام دی نو ځکه ډیرو بې ایمانو او وطن پلورونکو دانګریز اشغال ته غاړه کیښوده خو اولسونو په خپل طاقت داشغال لمنه ور ټوله کړه. له انګریزي استعمار سره دوخت ملي مشرانو هيڅکله هم دسولې خبرې نه دي کړي بلکې هر ځل چې دانګریزي واکمنو په غوښتنه کومه ناسته شوي دخبرو اومرکو دمنځ ټکی داوچې اشغالګران کله ووځي او څنګه ووځي.له مکناتن هغه جانکیری ته ورته«  ډنګر» سره دوزیر اکبر خان او دهغه دملګرو دشیر پور ناسته دسولې ناسته نه وه. بلکې انګریز خپل مرګ په سترګو لیدلی و او دوتلو لاره ېې لټوله.ملي مشرانو کله هم له شاه شجاع سره دسولې خبرې نه دي کړي . خبرې مخامخ له اصلي دښمن سره وي.ټولو ته یاده ده او دتاریخ سینې ساتلې ده چې کله چې مکناتن دماتي په لیدلي حالت کې یو څه انګریزي غرور وښود نو خپل سر ېې هملته په همغه شیبه کې له لاسه ورکړ.دغه شان دانګریزانو په دویم یر غل کې خوارکي یعقوب خان هم ډیرې منډې را منډې وکړې څو ملت له انګریز سره پخلا کړي خو هیڅ ېې لاسته وره نه غلل.دشوروي اتحاد د«سرو لښکرو» داشغال په مهال دوخت  لومړي واکمن هم ډیرې دسولې نارې سورې وکړي او دویم واکمن خو له هر ډول احتیاط او لر لید پرته یو اړخیزه مصالحه دومره وځغلوله چې په پای کې ېې سیاسي واک یواځې دخپل شخصي سیاسي  پایښت په تمه دسیا ،آی اس آی او ایراني آخوندانو روزل شوومزدورانو  ته په خپل لاس ور ډالۍ کړ. خو سوله نه بلکې نه تمامیدونکې جګړه ېې وپړسوله. دا یواځې زموږ تاریخ نه دی چې له اشغال سره دوتو له شرطه پرته ېې دسولې خبرې نه شوی ځغملی. زموږ په ګاونډ کې دهند نیمه وچه پرته وه. هلته انګریزي استعمار څه ناڅه دوه سوه کاله واکمني وکړه او دوه پیړۍ ېې ځانته مزدورې واکمنۍ جوړې کړې خو هندې اولس هیڅکله هم دانګریز داشغال دپای ته رسیدو له شرط څخه پرته نه انګریز ته کیناست  او نه هم دانګریزهندي لاسپوڅو ته.دنیمې  وچې هغو اولسونو چې قومي اومذهبي عصبیت ېې لا ځوان و تر پایه وسله پر ځمکه کینښوده خو هغوزړو اولسونوچې دقومي او مذهبي عصبیت غړي ېې سست شوي وو دکرم چند ګاندي په تاریخي تدبیر دمبارزې بله لاره غوره کړه.دآرام مقاومت لاره.آرام مقاومت هیڅکله انګریز ته دسولې لمنه ونه غوړوله بلکې خپلو خلکو ته ېې ور زده کړل چې انګریز هند ته دلوټ او اقتصادي ګټو له پاره راغلی دی.انګریز ددوی دکورنیو چارو دوزیر په خبره هندوستان  دهندوستان له پاره نه بلکې دلانګشیر دنساجي کمپنۍ له پاره نیولی دی.آرام مقاومت خلکو ته ور زده کړل چې اشغال په ټوله توګه تحریم کړې.دمالګې مالیه ورنه کړي،په کارخانو کې ېې کار ونه کړي،انګریزې جامې وانه غوندي ، له انګریزي خوړو ګټه وانه خلي ،حکومت ، پارلمان او آن تعلیمي موسسې ېې تجریم کړي. .. هو دا دانګریزي اشغال پر خلاف ټاکونکې جګړه وه. ځکه نور انګریز خپلې څو سوه زریزې لښکرې له هندوستان څخه نه شوی تغذیه کولی او اقتصادي لوټ ېې هم نور را لویدلی و نو ځکه ېې دوتوخبرې دسولې مضمون کړې . دغه وخت دهند داولسونو غورځنګ هم په خپله ګټه ګڼله چې انګریز په سوله وطن پریږدي.
دافغانستان په هکله هم واقعیتونه باید په دې را ټول شي چې دسولې اصلي لوری باید امریکا اوناتواوشرط ېې  هم دافغانستان داشغال پای ته رسول وي.دغه خبره دکابل دواکمنۍ غوښتنه نشي کیدای ،ځکه نه ېې ګټې ورسره سمون لري او نه داواک او اختیار ورسره دی چې داشغال په وتلو خبرې وکړي.په دې حالت کې ددې پردو کینولې واکمنۍ چرګ یوه پښه لري اوپر هغې  ټینګار کوي چې خبرې به له ماسره کوي خو نه داشغال په پای ته رسیدو.له دغسې یوې پردو کینولې ، بې واکه او داشغال په پایښت ولاړه واکمنۍ سره دسولې خبرې نه منطقي دي او نه کیدونکې.په دې غنی ، عبدالله او دسر سلطان ېې جان کیري تر هر چا ښه پوهیږي.خو بیچاره ګان له تشو نارو پرته بل څه نه لري.
ډیر ځله لوستونکي داخبره کوي چې نو څه باید وشي؟ اویا هم داډول غږوي چې نو بدیل څه دي؟دا دواړه پوښتنې ښکاره ځواب لري او هغه داچې که دارګ جان کیرې کینولې واکمنۍ په رښتیا  خپلو خلکو او خپلو اولسونو ته ور ګرځیدلی شي او ددې شهامت لري چې اشغال ته دپای ورکولوخبره دسولې مضمون کړي ملت خپلو بچو ته دبښنې لارې نه تړي.خپأې شتمنۍ نه ړنګوي ، دخپلې راتلونکې زنې نه تړي … تاریخ ښودلې ده چې له څو ښکاره پردو پالو پرته زموږ اولسونو له هغوی سره هیڅکله تریخ چلند نه دی کړی چې جبر یا ناپوهۍ دپردو غیږې ته ور اچولي دي. دانګریزي پرله پسې تاړاکونو او اشغال په وخت کې هم دا خبره ډیره توده خپریده چې نو که انګلیس نه وي دربار، اردو او آ ن  ښاروالۍ ته به ډوډۍ څوک ورکړي . زموږ خلک او دهغوی ملي مشران پوهیدل چې دانګریز لاس ډک دی او وتل  به ېې په ډیر لوږه او تنګسیا راولي خو هغوی ته خپل تاریخي معنویت تر ډوډۍ ګران و نو ځکه ېې څو څو ځله سختو اقتصادي تنګسیاوو ته هم ډډه ورکړه. دجان کیري واکمني دیواځني بدیل په توګه چاغول خپلو اولسونو او خپل تاریخ ته سپکاوی دی. بدیل باید داولسونو په ملي اراده کې ولټول شي.داشغال په شاو خوا به پنځه شپږ سوه غله ، لو ټمار،وطن پلورونکي،دملي ګټو ضد سیاسي معامله ګر او یو څه هم په اقتصادي جبر اخته یا حالاتو مجبور کړي را ټول وي.یواځې دهمدغو دمزو چړچو، لوټ او تالان  او مجبوریت لپاره دنږدې ۲۹ ملیونه وطنوالو مادي او معني تنده سوځول هیڅکله او دهیڅ ډول سولې ضمانت نشي کولی.په لنډه وایم چې .مخکې له دې چې په روانه واکمني هغه دشاه شجاع کانه وشي او دمرګ په شیبو کې ېې هم ساړه کیږي اوهم تاوده  باید خپلو اشغالي بادارانو ته ووايي چې ستاسوداوړۍ نه شړۍ کیږي. داوطن پریږدۍ ، دا خلک دخپل تیر تاریخ په شان دخپل ژوند لوری په خپله اراده موندلی شي.که رښتیا هم بشري احساس در سره وي نو په وسلو اولمسونو نه،  بلکې په مالي بې غرضه مرستو مو لاس ونیسۍ.داتریخ داواقعیت پټ نه دی چې دنړي دبې شمیرو اشغال شوو هیوادو دمقاومت زړي ډیر ځله له هیوادنه  بهر او په تیره بیا له ګاوڼدیو هیوادونو څخه را ټوکیدلي دي. دغه زړي به په یقیني توګه دیوه مجبور حالت له مخې  دګاونډیو دغرض بار هم په اوږو وړي  خو تاریخ په زرګونه ځله ښودلې ده چې کله دملي استعماري ضد خوځښتونو مشرتابه هیواد ته په بري را ننوتی لومړی کار ېې دپردو دغرضونو بار له اوږو غورځول و.کویټه یا قطر دا ډیره درنه خبره نه ده .کابل هم نور هغه مفهوم شوی کابل نه دی چې دوطن زړه و. کله چې وطن اشغال وي زړه ېې تر نورې برخې ډیر رنځ ګالي .کابل کابل نه دی بلکې یوه ټوټه خاوره ده چې امریکا او ناتو په خپله سیاسي اډه اړولې ده . په همدې خاطر که رښتیا دیوه ملي حل غوښتنه وي ،حتمي نه ده  چې دسولې دخبرو محورکابل وي. کابل باید دخپلې ژغورنې نښې له هیواد ه بهر په خپلو بچو کې ولټوي .داشغال دپای یوه ملي عملي پریکړه هر چیرته چې وي یوه تایخي میړانه ده .طالب نه راځي ، واکمنو وه دوطن درد درسره وي تاسې ورشۍ.طالب له امریکا سره خبرې کوي خو له تاسو سره نه . ددې اصلي موجه پیداکړۍ.که داشغال پای دواړو لوروته هدف وګرځي ، دواړه لوري په ګډه له یوې ملي موضع څخه امریکا او ناتو ته داشغال دپای خبره دسولې دشرط په توګه وړاندې کولی شي . داخوځښت چې ګمان ېې سخت دی هغه ویاړ او هغه تاریخ را جوړوي چې دبشریت تاریخ ته به یوه بې سارې بیلګه وي ښايي ووایی چې هیڅ منطق ېې نشي منلی چې دا شهامت داشغال په باد راوړو کې پیداشي. داخبره سمه ده خو اشغال تر کله ؟ دپرون او نن ارګ خو هرڅه وايي ،خو اشغال په بډو وهي.له همدې کبله ده چې  عمر ېې اوږد نه بریښي.