دغه عادتونه مو د خیتې اضافي وزن کموي 

د ژوند کولو خرابه طریقه او د خوړو ځینې ډولونو د خوړلو په پایله کې خیټه له خپلې نورمالې اندازې څخه زیاته غټیږي کوم چې د انسان په ښکلا ډیره ناوړه اغیز کوي. د خیټې غټوالی د زړه د ناروغیو، د وینې لوړ فشار او ځینو نورو ناروغیو لامل هم ګرځیدی شي.

ډیرې داسې لارې شتون لري چې د خیټې اضافي وزن کمولو کې مرسته کوي خو په دغو لارو عمل کول ډیر زیات وخت، صبر او لګښت ته اړتیا لري. دلته مو له هغو لارو سره اشنا کوو چې د خیټې اضافي وزن په کمولو کې پیاوړی او چټک اثر کوي.

ورځ مو د لیمو له اوبو سره پیل کړئ
خپل ورځ مو د لیمو له ابو سره پیل کړئ. په نیم ګیلاس تړمو اوبو کې د لیمو اوبه زیاته کړئ او تر لږې اندازې مالګې زیاتولو وروسته يي وڅښئ. د دغې مشروب ورځنۍ استعمال نه یوازې دا چه د بدن جسماني فعالیتونه بهتره کوي بلکه د خیټې اضافي وزن په کمولو کې هم ځانګړی اثر لري.

د سپینو وریجو څخه ځان وساتئ
د سپینو وریجو استعمال لږ کړئ. د سپینو وریجو پر ځای د وریجو نورو ډولونو، سبوس لروونکی ډوډۍ او ځینې نورو خوړو څخه د دې لپاره چې په بدن کې د اړتیا وړ فایبر له لږوالی څخه مخینوی وشي باید استعمال شي. دغه خواړه د خیټې اضافي وزن کمولو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي.

له خوږو موادو سره مخه ښه وکړئ
بوره او له بورې څخه جوړې شوې نورې توکي بندول که څه هم ستونزمن کار دی خو له دغو خوړو څخه ځان ساتل هم ډیر زیات اړین دی. هیره دې نه وي چې ساړه مشروبات هم دخو خوړو او مشروباتو کې شامل دي. ساړه مشروبات خپل ترکیب کې له اندازې زیاته بوره لري. همداراز ساړه مشروبات خپل ترکیب کې یوه اندازه غوړ هم لري کوم چې د خیټې او د بدن د ځینو نورو برخو وزن په زیاتولو کې مرسته کوي.

اوبه زیات استعمال کړئ
که غواړئ خپل ملا او د خیټې وزن کم کړئ نو د اوبو استعمال زیات کړئ. اوبه په وینې کې له جذبیدو سره په وینه کې شته غوړ او نور مضر مواد له منځه وړي له دې سربیره اوبه له بدن څخه زهري مواد له منځه وړي او په دې ډول انسان له خطرناکو او مهلکو ناروغیو څخه ژغوري.

په تشه ګیډه هوګه استعمال کړئ
هر ورځ په تشه ګیډه یوه یا دوه پلۍ هوګه خوړل له اندازې زیاتې ګټې لري. که چیرې د هوګې پلۍ د یوې کاچوغې په وسیله له ښه میده کولو وروسته د لیمو اوبو ورسره زیاته شي او وخوړل شي نو دغه خواړه د وینې جریان بهتره کوي او همداراز د خیټې په اضافي وزن کمولو کې له اندازې زیاته او پیاوړی اثر کوي.

د غوښې استعمال زیات کړئ
د خیټې اضافي وزن کمولو لپاره یوازې سبزیجات خوړل اړین نه دی. ځینې ګټور مواد داسې دي چې له غوښې پرته بل هیڅ ډول خواړه کې شتون نه لري. د چرګې او کبانو د غوښې استعمال به ډیر زیات مناسب وي.

تازه میوې او سبزیجات استعمال کړئ
د سبزیجاتو او میوو استعمال د بدن ټولو برخو ته ډیره زیاته ګټه لري نو له همدې امله د هر فصل سابه او میوې خپل د خوراک اړینه برخه وګرځوئ. په دغو خوړو کې شته معدنیات او انټي اکسیډنټ انسان تل تازه ساتلو سره د بدن د غذايي مواد کمی پوره کوي او انسان له اضافي وزن څخه لرې ساتي.

 دغه خواړه موهم د خیټې اضافي وزن کموي 

که چیرې خپل د خیټې اضافي وزن څخه کړیږئ نو دلته مو له هغو خوړو سره اشنا کوو چې د خیټې اضافي وزن په کمولو کې به مو ډیره زیاته مرسته وکړي. باید کوښښ وکړئ چې د دغو خوړو استعمال تر څنګ هره ورځ په دوامدار ډول ورزش هم وکړئ.

۱- باراکولي: دغه سابه د کرم له کورنۍ څخه دی او زیاته اندازه ویټامین سي (Vitamin C) او کلثیم لري. دغه خواړه د انسان له بدن څخه غیر ضروري کیمیاوي مواد په جذبولو کې ډیره زیاته مرسته کوي ځکه چې دغه خواړه خپل ترکیب کې زیاته اندازه اوبه او فایبر (Fiber) لري نو له همدې امله په معده باندي فشار هم نه زیاتوي. روغتیايي کارپوهانو په وینا په اونۍ کې څلور ځلي د دغې خواړه استعمال په وزن کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۲- دارچیني: دغه خواړه په وینه کې د قندي موادو اندازه کنترولوي. دارچیني خپل ترکیب کې زیاته اندازه اکسیډنټ ضد خاصیت لري کوم چې د شکر په کنټرول کې مرسته کولی شي. دغه خواړه انسان له زیات خوړلو ژغوري کوم چې د انسان په وزن کمولو کې مرسته کوي. دارچیني په بدن کې د انسولین اندازه نورماله ساتي.

۳- ناک: دغه میوه هم د خیټې اضافي وزن کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. جالبه خبره دا ده چې دغه خواړه نسبت نورو خوړو ته زیاته اندازه غوړ لروونکي مواد لري خو بیا هم د څیړنو پر بنسټ د ناک په غوړ لروونکي موادو کې شته د کاربن یو مالیکول د وینې کولیسټرول یا غوړ او د شکر اندازه نورماله ساتي. دغه میوه د امینو اسید او پوتاشیم له غوره منابعو څخه دی.

۴- د هګۍ سپینه برخه: د هګۍ سپینه برخه د پروټین غوره منبع ده. د وزن کمولو لپاره ډیر اړین دی چې په خوړو کې د پروټین اندازه زیاته شي ځکه چې د پروتین له استعمال سره د لوږې احساس نه کوئ. په هګۍ کې د کلوري اندازه کمه وي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا هګۍ زیاته اندازه ویټامین ډي هم لري.