د عمر رضی الله تعالی عنه د انصاف بیلګه

ليكواله: ايمان وردگ
د اسلام دویم خلیفه حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه د خلافت په دور کې یو نصراني ( عیسایي) سوداګر خپل د سوداګرۍ آسونو سره د فرات له سیند څخه اسلامي سرحد ته داخل شو ؛ زیاد بن حدیر ورڅخه د محصول غوښتنه وکړه، تاجر هم ورته وسپارله.
کله چې نوموړی سوداګر بیرته راستون شو او غوښتل یې بیرته له سرحده واوړي، نو زیاد بن حدیر بیا دویم ځل د هغه آسونو په بدل کې ترې محصول وغوښت کوم چې نه وو پلورل شوي؛ خو دا ځل سودا ګر خپل اعتراض وښود، او د محصول له ورکولو څخه یې ډډه وکړه؛ هغه خپل آسونه هملته له خپل غلام سره پریښول او خپله مدینې منورې ته په داسې نیت لاړ، تر څو د مسلمانانو خلیفه ته د زیاد بن حدیر شکایت وکړي.
مدینې منورې ته له رسیدو سره سم یې حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه ته داسې شکایت وړاندې کړ: هغه( زیاد بن حدیر) له مانه د آسونو په بدل کې دویم ځل محصول غواړي، په داسې حال کې چې یو ځل مې یې د محصول حق اداء کړی. حضرت عمر رضی الله تعالی عنه چې کله د سودا ګر شکایت واورید، په لنډ ځواب کې یې ورته وویل: ستا کار به وشي.
عیسایي سوداګر پوی شو چې د مسلمانانو خلیفه د ده شکایت ته کوم اهمیت ورنه کړ ؛ د ډېرې مایوسۍ په حالت کې بیرته د فرات سیند د چوکۍ په لور راغی او د زیاد د غوښتنې مطابق یې د محصول رقم ادا کړ. خو دا ځل زیاد بن حدیر د محصول له اخیستو څخه ډډه وکړه؛ او ورته ویې ویل: موږ ته د خلیفه له خوا حکم راغلی چې ستا نه دویم ځل لپاره محصول وانخلو.