د امريکا لخوا ۳۰۰۰ ټنه وسلې او چاوديدونکي توکي په سوريه کې ترهګرو ته ليږل شوي

د لبناني ورځپاڼې الاخبار د امريکا د دولتي اډې (Federal Business Opportunities) لخوا د خپاره شويو لاسوندونو پر بنسټ ليکي، چې ۳۰۰۰ ټنه وسلې او مهمات، د ختيځې اروپا له لارې په سوريه کې ترهګرو ډلو ته ليږل شوي دي.
ورځپاڼه زياتوي، چې د اوربند د منل کيدو سره سره، امريکا بيا هم ترهګرو ته په سوريه کې وسلې ورکوي.
الاخبار د «جاينز» مجلې په استناد ليکي: دوه ځله د ترکيې او اردن له لارې، د سوريې دولت مخالفينو ته وسلې ورکړل شوي.
لومړي ځل کې ۸۱ کانټينره، چې ۹۹۴ ټنه راز راز وسلې، چاويدونکي توکي او مهمات په کې شامل وو او په دوهم ځل ۲۰۰۷ ټنه مختلفې وسلې وې، چې د رسيدو نېټه يې د اپريل ۴ مه ښودل شوې ده.