مدني فعالینو د ولسمشرغني د وروستۍ پرېکړې پرضد احتجاج وکړ
افغان مدني فعالینو د جمهور رییس محمد اشرف غني د وروستۍ پرېکړې پر ضد توند غبرګون وښود او د نوموړي له تګلارو سره د پرېکون ګواښ یې وکړ.
د فیس بک په مجازي نړۍ کې د ښاغلي غني پخوانیو سرسختو ملاتړو د نوموړي د هغې پرېکړې پر ضد سخت احتجاج کړی چې د ۱۹۹۰مو کلونو د کورنۍ جګړې یوه فعال برخه وال عبدالعلی مزاری ته یې د ملي وحدت د اتل لقب ورکړ.
ځوان فعال راحت ګل زیارمل (زیارمل افغان) لیکلي، «بېخ دې په دا حکومتوالۍ شين شه! که نه دې پرېدي نو ورپرې يې ږده. دا لا کوم مجبوريت دی چې د رقص مرده مخترع او د نيم افغانستان د کورنيو جنګونو مجرم ته دې ملي وحدت د شهيد لقب منظور کړ؟؟؟ تاريخ به دې نوم خدازده څه ډول ليکي!»
د پاڅون په نامه یو بل فعال لیکي، «ولسمشر اشرف غني عبدالعلي مزاري ته د ملي وحدت د شهید لقب اعطا کړ.
موږ د ولسمشر د مدافعې وکیلان نه یو او نه د کوم ځای پټ معاش اخلو. ولسمشره!!! ستا د ددې پریکړې سخت مخالف یو چې د لسګونو خلکو قاتل ته دې د ملي وحدت د شهید لقب ورکړ.»
لیکوال خان محمد ستانکزي په خپل فیس بک لیکلي دي، «د جمهور رییس له خوا مشهور جنګسالار او د زرګونو انسانانو قاتل مزاری ته د ملي وحدت د قهرمان لقب ورکول په ځان، ولس او ملي وحدت ریشخند وهل دي.»
نامتو هنرمند حمدالله ارباب لیکي، «اعلان
په سیاست کې نه ټول عمر دوستي وي او نه ټول عمر مخالفت!
نو فلهذا سر له ننه د ډاکټر صیب محمد اشرف غني سره دوستي ختمه شوه او په ملګرو هم غږ کومه چې نور د دغه سړي نه لاس واخلئ! نړیواله ټولنه دې هم نور د قاتلینو سپورټ بند کړي که نه د سخت غبرګون سره به مخ شي!
هرڅه یو حد لري! نور بس دی!
نوټ: د هرچا د ښه کار مونږ تل ملاتړ کړی او د بد کار غندنه مو کړی، زا زمونږ اصل دی.»
ښاغلي ارباب همدارنګه یو په وینو لړلی پورټرېټ جوړ کړی او په خپل فیس بک یې خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي، «ډالۍ، ډاکټر صېب محمد اشرف غني احمدزي ته!» پورټرېټ د یوه افغان انسان د سر په یوه خوا پګړۍ ښیي او په بله خوا او سینه یې ټک وهل شوي مېخونه. په پورټریټ کې د انسان لاسونه په ولیو کې پرې دي چې وینې ترې څاڅي او هم یې یو تی پرې کړای شوی او په بل یې مېخونه ټک وهل شوي دي.
لیکلي اسناد او عیني شواهد څرګندوي چې دغه ډول کارونه د ۱۹۹۰مو کلونو د کورنیو جګړو پر وخت د ښاغلي مزاري د وسله والو له خوا چې د نوموړي تر رهبرۍ لاندې یې جګړه کوله ترسره کېدل.
ویل کیږي چې، له ښاغلي غني مخکې پخواني جمهور رییس حامد کرزي هم د خپلې واکمنۍ پر وخت یو شمېر پخوانیو جنګسالارانو او د کورنیو جګړو فعالو برخه والو لکه احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني، قسیم فهیم، حاجی عبدالقدیر… ته بېلابېل القاب ورکړي ول.