د نوو څيړنو له مخې د نړۍ پنځمه برخه خواړه چې تقريباً د نړۍ ۲۰ سلنه خواړه جوړوي د اندازې څخه د زياتو خوړو د خوراک او ضايع کولو يعنې د ليرې غورځولو پواسطه ضايع او د کاره غورځول کيږي .
څيړونکي وايي چې د نړۍ وګړي د نړۍ د غذا شاوخوا ۱۰ سلنه دخپلې اړتيا څخه زيات مصرفوي او په عين حال کې د نړيوالو خوړو ۹ سلنه خواړه ضايع او ليرې غورځول کيږي
د ټيم څيړونکي وايي بايد هڅه وشي چي ترڅو د بيليونه ټنه خواړو د ضايع کيدو مخه ونيول شي او د نړۍ د خوړو تحفظ او امنيت لا ښه شي چې تر څو د هر وګړي لپاره خوندي، مناسبه بيه لرونکي او مغزي خواړه تامين شي او هر وګړي خوندي او مناسبه بيه لرونکي خوړو ته رسيدګي ولري چې ترڅو محيط ته د زيان اړولو مخه ونيول شي.
د Edinburgh د پوهنتون څيړونکو په نړيوال غذائي سيستم کې ۱۰ اساسي مرحلې امتحان کړي دي چې تر څو د غذائي موادو مصرف، د نباتاتو د کرلو او درمند شوي محصولاتو ضايعات په پراخه پيمانه تعين او معلوم کړي.
د UN د خوراک او کرنې سازمان لخوا د لومړني راټول شوي معلوماتو په اساس ددغې ورځپاڼې ټيم ښودلې ده چې په اوس وخت کې د پخوا په نسبت په خوراکي سيستم کې ضايعات زيات شوي دي، او څيړونکي وايي چې د اندازې څخه زيات خوراک، د مصرف کوونکو پواسطه ضايعات او نا مناسبې کرنيزې پروسې تقريباً نيمائي يا ۲.۱ بيليونه ټنه نباتي محصولات ضايع کوي.
د ورځپاڼې څيړونکو د تحقيق له مخې وايي چي د څارويو د محصولاتو د توليد پروسه بي کيفيته او اغيزمنه نه ده، خو سره ددې بيا هم ۷۸ سلنه يا ۸۴۰ ميليونه ټنه حيواني محصولات ضايع کيږي او همدارنګه د نباتي محصولاتو ۱.۰۸ بيليونه ټنه د ۲۴۰ ميليونه ټنه د خوراک وړ حيواني محصولات لکه خوښه، شيدې او هګۍ د توليد لپاره مصرفيږي.
د څيړونکو په اند په اوس وخت کې د نړې ۴۰ سلنه نباتي محصولات ضايع شوي دي، او څيړونکي وايي چې د يو څه اندازه خوړو په خاص ډول سره د غوښې او لبنياتو د تقاضا زياتوالى به د خوراکي سيستم کيفيت لا اغيزمن کړي او د راتلونکي نسل لپاره د غذائي مواد پاييدونکې تګ لاره به د ګواښ سره مخ کړي.
د غوښې او لبنياتو زياته تقاضا په اتموسفير کې د شين خونيزه ګازونو انتشار د زياتوالي سبب وګرځي چې په نتيجه کې به محيط زيانمن کړي او همدارنګه د اوبو زيرمې او د مختلفو حيواناتو او نباتاتو موجوديت هم اغيزمن کوي.
پکار ده چې بايد خلک دې ته وهڅول شي چې حيواني محصولات کم استعمال او وخوړل شي چې تر څو ضايعات کم شي خو بيا هم تمه نه کيږي چې غذائي اړتياوې پوره کړي او خو دغه هڅونه امکان لري چې په دغو بهيرونو کې مرسته وکړي.
دغه څېړنه د لومړئ ځل لپاره په Agriculture System ورځپاڼه کې نشر شوه او د نيويارک پوهنتون، سکاټلينډ رورل ( اطرافي) کالج، Karlsruhe Institute of Technology, Center for Australian Weather and Climate Research په همکارۍ بشپړ شو.
دغه څېړنه د خوراک ساتنې نړيوال سازمان په مالي مرسته بشپړ شوه. او نوموړې څيړنه د Biotechnology and Biological Science Research Council, Economic and Social Research Council , Natural Environment Research Council او د سکاټلينډ دولت په مرسته او همکارۍ ترسره شوه.
د Edinburgh پوهنتون، د جيولوجي ښوونځۍ او د سکاټلينډ محلي کالج ډاکټر Peter Alexander چې ددې څيړنې مشر دي وايي چې د نړيوال غذائي سيستم څخه د ضايعاتو کموالي به د غذا نړيوال تحفظ لاښه کړي او چاپيريال ته د زيان اړولو په مخنيوي کې مرسته وکړي. دورځپاڼې څيړونکي وايي تر اوسه پوري دا معلومه نه وه چې زيات خواړه په خوراکي سيستم څومره بده اغيزه کوي، نه يواځې دا چې زيات خواړه صحت ته زيان ن دي بلکې مونږه دا معلومه کړه چې زيات خوراک په محيط باندې هم ناوړه اغيزې کوي او غذائي امنيت نقصاني کوي.
د نيويارک د پوهنتون پروفيسر Dominic Moran چې ددغې څيړنې ګډونوال وو، وايي چې د غذا تحفظ د توليد او مصرف دواړه اړخونه لري او اړينه ده چې د پائيدونکي غذائي امنيت د طرحې په وخت کې پرې غور وشي.