طالبان : امريکايان دوه لارې لري؛ (حماقت اویاهم جګړه پای ته رسول)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخواطالبانو ته ترترخه ګواښ وروسته طالبانوهم امریکا ته توند ګواښ وکړ او دوه لارې یې ورته وټاکلې.
په څلور اړخیزه ناسته کې دنه ګډون په اړه دطالبانو له اعلاميې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې که طالبان د دوی په وینااوتعبیر، سولې ته غاړه کېنږدي، نو دوی به د افغان حکومت ملا وتړي او طالبان به وځپي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر طالبانو غږ کړی و چې دوی دوه لارې لري؛( یا له موږ سره يا هم له دښمن سره.)
خو دطالبانو وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه کې امریکا ته په توندو الفاظو لیکلي چې د امریکا او د دوی د غلامانو زور يې لیدلی دی.
((موږ په تیرو ۱۴کلونو کې ستاسو او غلامانو قوت ازمویلي او باید تاسو ته هم زموږ زور او زړورتیا ثابته شوې وي، ترڅو مو نه پریږدو چې ټول عسکرمو ونه باسئ . ))
مجاهد پر امریکا غږ کوي چې تاسې یوازې دوه لار لرئ چې باید پرې لاړ شئ « ، حماقت اویا هم اشغال پای ته ورسول ! ))
مجاهد امریکا ته د جګړې د پیل وخت ور یادوي چې د نوموړي په خبره د امریکا عقل کار نه کاوه او د خبرو پر ځای یې جګړه وټاکله.
((موږ ۱۴ کاله مخکې ستونزې د خبرو له لارې حل کېدل غوښتل، خو هغه امریکا وه چې عقل یې کار نه کاوه، اخطارونه یې پیل کړل اوجګړه یې انتخاب کړه. ))