پیونګ یانګ: کوچنی اټومي بم مو جوړ کړی

د شمالي کوریا د دولتي رسنیو له خولې د دې هیواد واکمن کیم جونګ اون ویلي چې د دې هیواد ساینسپوهانو داسې کوچنی اټومي بم جوړ کړی دی چې پر بالیستیک میزایلو نصبیږي.

نوموړي دا دعوه د خپل هیواد د اټومي تاسیساتو د لیدنې پر مهال کړې ده.

که دا خبره ریښتیا وي نو دا وسله د شمالي کوریا ګاونډیو هیوادونو او د امریکې متحده ایالاتو ته لوی خطر کیدای شي.

د ملګروملتونو له خوا پر شمالي کوریا له لګیدلو بندیزونو سره سره دوی خپلو اټومي هڅو ته داوم ورکوي.