د شمالي کوریا د مشر ګوت څنډنو مسکو اندېښمن کړی

مسکو د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون د وروستیو څرګندونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلي او د هغه وروستی څرګندوني یې خطرناکي بللي دي.
د شمالي کوریا مشر «کیم جونګ اون» خپل حکومت او پوځ ته د تیارسي امر کړی او هغوی ته یې ویلي چې د ضرورت په وخت کې اټومي وسلې وکاروي، د شمالي کوریا مشر ویلي چې دوی به د اټومي وسلو زېرمي ورغوي او نوي توغندي به جوړ کړي.
د کریملین ویاند دیمتري بسکوف نن خبریالانو ته وویل چې د شمالي کوریا د مشر څرګندونو ژور خفګان رامنځته کړی، نوموړۍ وایې چې موږ د سیمي د ټولو هیوادونو څخه په دې سختو حالاتو کې د یو اوبل تر څنګ دریدلو امید لرو.
د شمالي کوریا رسمي رسنیو نن (جمعه، کب۱۴مه) وویل چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون خپل پوځ ته امر کړی چې دضرورت په وخت کې د اټومي وسلو د کارولو لپاره تیار واوسي، د نوموړي دغه امر وروسته تر هغه سوی کله چې نړیوالو پر «پیوګ یانګ» نوي بندیزونه ولګول.
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د رسمي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې موږ د دښمنانو تر تهدید لاندي یو نو د همدې امله باید شمالي کوریا همېشه د اټومي وسلو د کارولو لپاره د تیارسي په حالت کې وي، نوموړي وویل چې د اټومي وسلو کارول زموږ د حقونو د تحفظ یوازینی لار ده.
جونګ اون په راتلونکو اونیو کې د امریکا او سویلي کوریا تر منځ پوځي مشقونو ته په اشارې سره وویل چې د سویلي کوریا مشر په ډیره خطرناکه لوبه کښیوتی دی.