شمالي کوریا د اټومي برید لپاره پوځ تیارسئ کړی  

د خبري رسنيو د رپوټونو له مخې، د شمالي کوریا پوځي مشر کیم جونګ اون پوځ ته د تیارسی امر کړی دی، کیم جونګ اون پوځ ته ویلي چې هره شیبه دې د اټومي حملې لپاره تیار اوسي.

د یادونې وړ ده چې د ملګروملتونو د امنیت شورا دوه ورځې مخکې پر شمالي کوریا سخت بندیزونه ولګول، چې پر وړاندې یې شمالي کوریا د څو توغندیو په توغولو غبرګون ښودلی.