دولت په بغلان کې نه يوازې زموږ کورنه ويجاړ کړل، اوس يې اوبه هم پر موږ بندې کړې

د بغلان ولايت د ډنډ شهاب الدين او ډنډ غوري خلک وايي، چې دولت نه يوازې د دوی کورنه ويجاړ کړل بلکې اوس يې پر دوی باندې اوبه هم بندې کړې دي.
د يادو سيمو يو شمېر اوسيدونکو روهي ويبپاڼې ته وويل: وروسته له هغې، چې دولت پر خپله ژمنه و نه دريد او له دوی سره يې له شوي تړون سرغړونه وکړه او د دوی پر سيمه يې پوځي عمليات پيل کړل؛ نه يوازې د دوی کورنه يې پر توپو او ټانکونو ويجاړ کړل بلکې اوس يې پر دوی اوبه هم بندې کړي. دغه خلک وايي، چې د «بند يک» په سيمه کې دولت پر عامو خلکو اوبه بندې کړې، چې له امله يې د دوی زيات شمېر څاروي مړه شول او اوس د کر موسم هم دی، چې دا يې بله فاجعه ده.
له سيمې نه رارسيدلي رېپوټونه وايي، چې دولت حتی خلکو ته سیمه نه ده مشخصه کړې، چې دوی هلته ولاړ شي او په کې واړوي؛ ټول سرګردانه دي په مختلفو ځايونو کې په يو کور کې څو څو کورنۍ ځای پر ځای شوي دي او تر اوسه د دولت لخوا دوی سره هيڅ ډول مرسته نده شوې.
ټاکل شوې چې په غبرګون کې به يې سبا په بغلان کې يوه لويه اعتراضيه غونډه وشي، چې اټکل کيږي په زرګونو کسان به په کې برخه واخلي.
دلاندني لینک په کښېکاګلو سره په بغلان کې دپښتنو له نسل وژنې(ژنوساید) څخه خبرېدای شئ: