طبي معجزه:
هوږه او لیمو که ګډ شي ......... ۱۰۰٪ ګټه ده .

هوږه او لیمو که جلا جلا وکارول شي هم ډېره ګټه لري او که ګډه شي بیا دا لاندې ګټې لري.
۱- په وجود کې دهر ډول پړسوب درمل دی، درګونو دبندیدو او سختیدو او د لوړ فشار مخنیوی کوي.
۲- کولیسټرول او غوړ کموي، په بدن کې زیان درلودونکی غوړ سوځوي، وزن مو کموي، پردې سربېره په وینه کې دشکر مخه نیسي، دسرو او سپینو کرویاتو په وده کې مهم رول لوبوي، تر ټولو مهمه یې داده، چې اشتها خلاصوي.
۳- په ګردو او تریخي کې تېږه میده کوي، ادرار زیاتوي، دبدن دپړسیدو او درد مخنیوی کولای شي.
۴- د روماتیزوم له کبله درامنځته شوي پړسوب له منځه وړي، دردونه اراموي، دهډوکو دریژېدو مخه نیسي.
۵- د زخم او دانې میکروب له منځه وړي، ان دمعدې دزخم لپاره هم ګټور دی.
۶- د مغز او عصبي سیستم دحجرو وده خوندي کولای شي، داعصابو وړتیا زیاتوي ، دغبرګون او عکس العمل تیزوالي زیاتوي، دفلج او سرګرځیدو لپاره هم دپاموړ درمل دی.
۷- دبدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي، هر ډول حساسیت له منځه وړي، په ځانګړي توګه دپوست خارښت ، بدن دسرطان له ناروغۍ څخه ساتي.
دهوږې او لیمو دا نسخه څرنګه جوړوئ، چې پورتنۍ ګټې تر لاسه کړې.
دوه لیتره دلیمو اوبه به دهوږدې له څلویښتو دانو سره، چې وار له مخه سپینې شوې وي، په تور لوښي یا بل هر لوښي،چې رڼا ورننوځي ، سر به یې ټینګ وتړئ، په معتدله ګرمه هوا کې به یې د۲۵ ورځو لپاره ځای پر ځای کړئ، هره ورځ به یې خوځوئ، چې لیمو او هوږه ښه ګډه شي.
د۲۵ ورځو په تېرېدو به له سهارنۍ نیم یا یو ساعت وړاندې نیم ګیلاس تر ې رااخلئ او په تشه خېټه به یې څښئ، د لوښي سر باید همداسې ټینګ وي، اوبه او بوره به نه ور زیاتوئ، کولای شئ، چې په ګیلاس کې لږې اوبه واچوئ او بیا یې دلیمو او هوږې له جوس سره یو ځای وڅښئ.
دا هم دیادونې ده، چې دهوږې او لیمو له څښلو به نیم ساعت وروسته خپله سهارنۍ خورئ، دا چاره به هره ورځ تکراروئ، تر څو چې دا ګډ معجون خلاص شي.
ټولو ته دښې روغتیا په هیله .