برژنف ومړ، اندروفوف وویشتل شو، چرننکوف یې هم ختم او وار پلورل شوي ګرباچف ته ورسېدچې د امریکا له دستور سره سم يې هم خپل هیواد زیانمن کړهم یې په مسکوپورې تړلي هیوادونه دامریکا چړې ته څملول اوهم یې په افغانستان کې دخپلې ماتي دغچ اخیستلوپه موخه افغان لږه کي تحریک او حمایه کړل چې له هغې جملې یې دوستمي ملېشې دهیواد د دربدري او ګډوډي په موخه جوړې او کیڼ اړخي یې لکه مجاهدین یو په بل باندې ووژل.
اوس نو دې نتېجې ته راځم، چې که هرڅوک بې له خپلو خلګوپه پردیو حساب وکړي دا له خپلې مورنۍ خاورې سره جفا اوخیانت دی او خائنین الله تعالی ج شرموي ددې ترڅنګ غاصبین او نیواکګر هم دالله تعالی ج دښمنان دي له هغې جملې دبشري نړۍ لوی دښمنان دامریکامغروراو کبرجن سیاستوال په لمړي صف کې راځي، چې له خیره سره به یې کرار کرار دا کږې خولې په سوک ورسمې شي لکه پرون چې یوې زړورې ژورنالیستې په ایټاليا کې دجان کیري خوله ورسمه کړه وایم دمور شدي دې یې شي همداسې به یې د نورو خولې هم ور سمې شي.
نه غواړم درانه لوستونکي ستومان کړم راځم اصل مطلب ته او هغه دا، چې غوا توره او شیدې یې سپینې دي. لکه تقریبأ دوه کاله پخوا مې چې په یوه لیکنه کې ذکر کړي وو، دامریکامرګونې اوخونړۍ ستراتیژي دریمې نړیوالې جګړې ته زمینه برابره کړې اوس یې دادی وینو، چې نورنوهیچا ته د زغم وس نه دی ورپاته حالات تربد بدتر شول کرغېړنې او فتنه ګرې څېرې بربنډې شوې دنړۍ ګوټ ګوټ لمبه لمبه دی.
دالقاعده ډرامه رسوااوپه ختمېدوده دابوغرایب اوګوانتانامې دبدناموزندانونو شرمېدلومسؤلینو دخپلې تپل شوې دیموکراسۍ لمن ښه په بې شرمي سره ور پورته کړه داعش هم روسانو په سر فلمي کې زمول کړ.
داچې ایټالیاعراق اوسوریې ته د ځمکنیو پوځونو له لېږلو ځان په شاکړی واضح خبره ده، چې معامله رسواشوه نورنود داعش په نوم اود۲۰۰۱ ز کال دسپتمبر په یوولسمه خلګو ته خندا ورځي لنډه دا چې کوږ بار ترمنزل نه رسیږي نن ده که سبا ده امریکا رسوا رسواده.
په اخېر کې له درنو قلموالوخویندو او وروڼوڅخه هیله کوم، چې دخپل قلم په زور دا سرکشه او مغروره امریکا دکیبر له دې وحشي نیلي څخه را وغورځوي دا په زور راغلي په زور باید وشړل شي.