له داسې کسانو لرې و اوسئ!
دا طبعي ده چې انسان په یوازې توګه خپل ژوند پرمخ نشي بېولای، ټول د یو بل مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري، غوره ملګري او دوستان لرل لویه نېکمرغي ده، که څوک غوره ملګري او دوستان ولري هغوی په ټولنه کې تر هغو کسانو ډېر بریالي وي چې له غوره ملګرو او دوستانو بې برخې دي، ما د ډېرو بریالیو کسانو ژوند مطالعه کړی دوی د خپلو بریاوو یو ستر راز د ملګرو او دوستانو همکاري او مرسته بللې.
موږ ډېر ملګري او دوستان لرو خو پر دې نه پوهیږو چې کوم مو په ګټه او کوم مو په زیان دی، موږ د ټولو منو چې په پایله کې د لویو ستونزو او ناکامیو سره مخ کیږو ښه دا ده چې پر خپلو ملګرو له سره غور وکړو او له منځه یې هغه کسان راوباسو چې رښتیني مینه راسره لري، په خوښۍ مو خوښ او په غم مو غمجن وي او له هغو نه چې درد مو نه پرې دوا کیږي ښه دا ده چې مخه ښه ورسره وکړو.
دلته د ځینو هغه کسانو یادونه کوو چې تل راته ستونزې زیږوي او د پرمختګ په لار کې مو خنډ دي.
۱: ځان غوښتوونکي کسان
دا هغه کسان چې تل د ځان په اړه فکر کوي، دوی زموږ سره صادقانه چلند نه کوي، هغوی تل د ځان په غم او ویر وي کله یې چې د ځان پوره شوه بیا مو په کیسه کې نه وي په هر کار کې د ځان ګټه ګوري.
۲: کینه لرونکي کسان
دا ډول کسان زموږ سره زړه نا زړه چلند کوي، هغوی تل په ناخبره د لنډ وخت لپاره خپله لار جدا کوي، هغوی زموږ په پرمختګ خفه کیږي هغوی دا نه خوښوي چې له دوی مخکې شو، دا ډول کسان مو دملګرتیا او دوستۍ په جامه کې کندې ته اچوي او تل مو په غیر مستقیم ډول تهدیدوي او ګواښي.
۳: وروسته پاتې کسان
دا ډول کسانو مو د بریا پرلور مزل سختوي هغوی تل راته غلطې مشورې راکوي، دوی دا خوښوي چې د ددوی په رنګ و اوسو ، داسې خلک ناوړه انګیزې او منفي افکار راکوي هغوی مو تل د بدمرغۍ پر لور بیايي، داسې کسان نه یوازې د بریا په لار کې خنډونه راته جوړوي، بلکې ژوند مو ګواښي.
۴: ژر قضاوت کوونکي کسان
د داسې کسانو په نظر هېڅ شی ښه نه دي، دوی ددې پرځای چې خلک تشویق او تقدیر کړي بلکې تهدیدوي یې او غیر سالمې نیوکې پرې کوي، هغوی زموږ خبرو ته غوږ نه نیسي زموږ په ښه خبره بد ګومان کوي او ژر راته خپل نظر او غوښتنه مخته کوي په زور خپلې خبرې راباندې مني له دا ډول کسانو سره اوسېدل مو په ژوند بد اثر کوي.
۵: کنټرول کوونکي کسان
دا کسان هڅه کوي چې د ژوند ټول واک مو په لاس کې واخلي، له داسې کسانو نه د ځان کنټرولول هېر وي خو دا یې ډيرخوښیږي چې پر نورو حکومت وکړي او تل غواړي چې غوښتنې یې پوره شي ډا ډول کسان ځینې وخت هڅه کوي چې زموږ په شخصي مسائیلو کې مداخله وکړي.
۶: دورغجن کسان
داکسان تل راته دورغ وایي دوی هېڅکله زموږ سره رښتینی چلند نه کوي د هغوی کار چل او دوکه ده دا کسان ډیر خام دي چې په لږ وخت راته په خپله خپلې نیکمړتیاوې او خاموالی ثابتوي، دا کسان هېڅکله خپل ځان په اصلي څېره کې نه ښیي.
۷: مزاحم کسان
دا کسان زموږ د پرمختګ په لار ګې په مستقیم ډول او په سپین سترګي ستونزې ایجادوي، هغوی مو د وخت قاتلان دي هڅه کوي چې په یو ډول نه یو ډول مو وخت ضایع کړي، دوی مو د وزګارتیا او بوختیا وخت نه پیژني تل هڅه کوي چې له دوی سره و اوسو او خبرې ورسره وکړو.
۸: مغرور او کبرجن کسان
یوه عامه خبره ده وايي« کبرجن د الله دښمن دی» کبرجن کسان تل له خدای(ج) سره په جګړه کې وي، مغرور او کبرجن کسان پر هغو شیانو نازیږي چې بقا نه لري، هغوی له اخلاقیاتو نه لرې پاتې شوي دي هغوی په زور، قدرت، ښایست، پیسو، واک او داسې نورو بې ارزښته شیانو نازیږي. له داسې کسانو سره اوسېدل په چاپلوسۍ دلالت کوي.