لونګ د ۷ ناروغیو لپاره ګټور دی

لونګ دنړۍ په کچه له پخوانیو او مشهور مساله جاتو څخه شمېرل کیږي، پردې سربېره ډېر ښکلی بوی هم لري، لونګ یو شمېر روغتیايي ګټې لري، چې ډیر خلک ترې خبر نه دي.
لونګ دهاضمې دستونزو لپاره ډیر ښه دي، دخیټې پړسوب او ګاز لپاره هم ګټور دي، ان دمعدې دزخم لپاره هم ښه دي، که دچا سر ګرځي یا یې زړه بدیږي او یو دانه لونګ وخوري سردرد به یې لرې شي.
لونګ د ستوني درد لپاره ښه درملنه ده، لامل یې دادی، چې ډیر ښه تیل لري او درد کموي.
لونګ د غاښ درد لپاره اغیزناکه درمل دی، دلونګودانې میکروب ضد اغیز لري او په عامه توګه دخولې دپاکوالي لپاره کارول کیږي.
لونګ دا وړتیا لري، چې وینه له تسمم / زهر څخه خلاصه کړي، پردې سربېره په وینه کې دشکر اندازه کنترولوي.
لونګ دوینې جریان ته سرعت وربښي، له عقل سره مرسته کوي، چې دیوې ځانګړې موضوع په اړه تمرکز وکړي، دبې خوبۍ او خپګان مخه نیولای شي.
لونګ دزکام او ستوني پړسوب په مخینوي کې دپاموړ رول لوبوي، دپوزې دبندیدو مخه نیسي کوم وګړي،چې اسما او دوامداره ټوخی لري دهغوي لپاره هم ښه دي.
لونګ زړه او ځیګر دواړه پیاوړی کوي، که له تودو اوبو سره وڅښل شي دسترګو لید لپاره هم ګټور دی.