لکه لمر، چې په دووګوتونه پټيږي همداسې زموږ دمظلوم خو اتل اولس له حق څخه هم څوک سترګې نشي پټولای.
له کابل څخه د راغلوکسانو نظریات داپه ګوته کوي، چې ارګ ته ورټېل وهل شوي غبرګیان اوبرګیان مطلق ناچل او د اولس د سرچنګک ځکه دي، چې نه خو د سولې لپاره کومه کړنلاره لري او نه خو د سولې په کیسه کې دي البته په وس یې هم نه ده پوره.
د درنولوستونکووخت به نه نیسم لیکنه به مې رالنډه کړم فقط هوښیارو، بیدارو، سرښندونکو، په هیواد میینواورښتینوطالبانوته یوځل بیالیکم، چې بهترینه موقع په لاس درغلې ده اعظمي ګټه ورڅخه پورته کړئ ځکه، چې له یوې خواد اولس ذهنیت د اشغالګرواوتاليڅټوپه مقابل کې په کافي اندازه تور شوی اوله بلې خوادسیمې هیوادونه داشغالګرودا نویونویو دسیسواوترهګریزو پروژو خورا اعصباني کړي دي.
بس د مورشیدې مو شه ژر تر ژره له دې موقع څخه ګټه پورته کړئ اود امریکا دخیال پلاونولسیزې په سیند ورلاهو کړئ او کولای هم شئ ځکه، چې هم مو الله تعالی ج په طرف دی هم موخپل اولس په طرف دی او هم دسیمې د زورورو دامید سترګې ستاسو په خوا در کږې دي.
اوس که تاسې دخپلو پوځي بریاوو ترڅنګ خپل سیاسي درایت یوڅه نورهم وځلوئ خود به ګټونکي شئ.
امریکا سوله نه غواړي په سوله کې خپل زیان ویني باید په وچ زور یې سولې ته راکش کړئ.