دپګواش په غونډه کې د ملا محمد عمر مجاهد فاتحه واخیستل شوه – ویډی

د پګواش په غونډه کې چې د رواني میلادي میاشت په ۲۴ او ۲۵ دایره شوه، د طالبانو د پخواني امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد فاتحه واخیستل شوه.
د تفصیلاتو سره سم د غوڼدي په لومړی ورځ د جمعیت ګوند مخکښ مشر ډاکټر حسام الدین همراه د خپل نوبت په پیل سره د ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه چې لومړی دي د ملا محمد عمر مجاهد فاتحه واخیستل شي او بیابه دی خپلو خبرو ته ادامه ورکړي.
ډاکټر حسام الدین همراه د افغانستان د جمعیت اسلامي مخکښ مشر دی، د کار او امورو اجتماعي وزارت معینیت تر څنګ یې په حکومت کې پر ځینو نورو مهمو مناصبو هم کار کړی.
ویل کیږي چې ډاکټر همراه په دغه غونډه کې د طالبانو د موقف څخه هم ډیر راضي وو، د قطر دفتر ګډونوالو غړو نن ټکی اسیا ته وویل چې نوموړي د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر عباس ستانکزي څخه په ځانګړې توګه مننه کړې، او د هغه موقف یې ستایلی.
په غونډه کې شیر محمد عباس ستانکزي پخواني مجاهدین د روس په خلاف جهاد کې د افغانستان قهرمانان وبلل او د هغوی سره یې هر رنګه جوړ جاړي ته زړه ښه کړ. نوموړي د یوه بل ګډونوال خبرو ته په اشاره سره وویل چې د کابل ادارې ته نیژدې کړۍ اوس مونږ ته توصیه کوي چې د جهادي مشرانو په خلاف بریدونه او جګړه توده کړو، چې مونږ یې په کلکه توګه ردوو.
نوموړي ویلي چې ددوی او مجاهدینو تر منځ مشترکات ډیر زیات دی، هغوی که د روسي یرغل په خلاف جنګېدلی، قربانۍ یې ورکړي، مونږ هم د هغوی تر څنګ دریدلي یو، او د هغه تر څنګ مو د امریکایانو په خلاف هم جهاد کړی.
فاتحه داسي واخیستل شوه چې لومړی د سیاسي دفتر یوه غړي ډاکټر مزار ګل صالح تلاوت وکړ، او بیا د ملا محمد عمر مجاهد او د افغانستان د شهیدانو او مړو لپاره دعا وشوه او د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه وبلل شوه.
ملا محمد عمر مجاهد په افغانستان کې د کمونیستي رژیم د سقوط وروسته د پیل شوي شر او فساد پر ضد مبارزه پیل کړه، او بالاخره یې په شمال کې د ځینو محدودو سیمو پرته ټول افغانستان تر خپلي ولکې لاندي کړ، او په افغانستان کې د امنیت راوستلو تر څنګ یې یو واحد نظام جوړ کړ، چې د ډیرو افغانانو په نظر په ورته وخت کې افغانستان له تجزئې څخه هم وژغوره. د ملا محمد عمر مجاهد په یوه فرمان په افغانستان کې د مخدره موادو کښت صفر ته را ټیټ شو، چې د نړیوالو په اعتراف د نوموړي یو بې مثاله کارنامه وه.
په ۲۰۰۱ کې امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ او له هغه وخته ملا محمد عمر مجاهد د خپلي وعدې سره سم غرو ته پورته شوی وو، د امریکایانو په خلاف یې د جهاد اعلان وکړ.
د نوموړي د وفات وروسته طالبانو خپل نوی مشر ملا اختر محمد منصور ټاکلی.
د ملا اختر محمد منصور د ټاکل کېدو وروسته د پګواش وروستۍ غونډه لومړی داسي غونډه وه چيري چې طالبان د افغاني اړخونو سره له نیژدو وکتل او د امریکایانو تر څنګ یې د کابل د حکومت سره د سولي د خبرو لپاره خپل چمتوالی وښود.
ملا محمد عمر مجاهد ته د دعا تر څنګ د افغانستان ټولو شهیدانو او مړو ته دعا وشوه، همداراز په افغانستان کې دسولي او امنیت لپاره دعا وشوه.
له نن ټکي اسیا څخه په مننه
لاندي د نن ټکی آسیا په اختصاصي ویډیو کې ډاکټر فاروق اعظم دعا کوي.
http://www.nunn.asia/64074/%D8%AF-%D9%BE%DA%AB%D9%88%D8%A7%D8%B4-%D9%BE%D9%87-%D8%BA%D9%88%D9%86%DA%89%D9%87-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D9%85%D9%84%D8%A7-%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%B9%D9%85%D8%B1-%D9%85%D8%AC%D8%A7%D9%87%D8%AF/