دافغان سولې اړوند دوه ورځنۍ غونډې په اړه د پګواش بنسټ اعلامي

۲۳-۲۴ جنوري، ۲۰۱۵م دوحه قطر
راپور پروفيسر پالو کوټا- د پګواش سرمنشي
د روان ۲۰۱۶ د جنوري په ۲۳ او ۲۴مه د قطر پلازمېنه دوحه کې د پګواش بنسټ له لوري د افغانستان کړکېچ په اړه دوه ورځنۍ غونډه وشوه، چې په کې د سياسي چارو شننونکو او سولې فعالانو د کړکېچ د پای ته رسېدو او سولې په اړه خبرې وکړې. دا غونډه د سولې په اړه د څېړنو او سولې ته د رسېدو په موخه جوړه شوې وه او د رسمي مذاکراتو بڼه يې نه درلوده. دغه غونډه د دوه اړخيز درناوي او د يو بل د زغملو ښه نمونه وه. د غونډې ټولو ګډونوالو د سولې په اهميت خبرې وکړې او ډېری ګډونوالو د سولې لپاره د خپلو ژمنو د عملي کېدو ډاډ ورکړ. د سولې په اړه د پګواش غونډې ته د اجازې ورکولو او مرستې له امله د قطر هېواد ډېره زياته مننه کوو او د غونډې ټولو ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې راتلونکي وخت کې بايد دغه ډول ناستې وشي.
د پګواش دغې غونډې موخه دا وه، چې د رښتينې او خپلواکي سولې پر لور جدي ګام واخيستل شي، د افغانستان اوږدمهالي راتلونکي او د اسلامي اصولو په پام کې نيولو، چې د افغانانو ديني ارزښتونه دي بايد د رڼا پر لور مزل وشي. د پګواش ناستې دا څرګنده کړه، چې د سولې په اړه ډېرې شريکې مفکورې شته او همدغه شريکې مفکورې او وړانديزونه د سولې لپاره ښه چانسونه په لاس ورکوي او د افغانستان خلک همداسې يوې سولې ته اړتيا لري، چې د افغانانو ارمانونه پوره کړي.
پګواش غونډه کې پر هغو لارو چارو خبرې وشوې، چې د سولې لپاره اړينې بلل کيږي، چې په لاندې ډول دي:
1- سوله د افغانانو بېړنۍ اړتيا ده، د څو لسيزو جګړې پر افغانانو تپل شوي او د افغان ولس پر ټول ژوند يې ناوړه اغېزې کړي، خلک په ډېره بيړه د سولې غوښتونکي دي او که د سولې پروسه ژر تر ژره يوې مناسبې پايلې ته ونه رسيږي، نو د افغانستان راتلونکي له ګواښونو او چيلينجونو سره مخ کېدای شي.
2- نظامي عمليات او جګړې بايد پای ته ورسيږي. د افغانستان خپلواکي، امنيت او سوله بايد د خبرو اترو له لارې ترلاسه شي او بهرني پوځيان بايد په کلي توګه له افغانستانه ووځي.
3- ځينې ګډونوالو ويل، چې اساسي قانون بايد تعديل شي، مګر ځينو نورو بيا ټينګار کاو، چې اساسي قانون بايد لغوه او له سره وليکل شي او راتلونکو ناستو کې د سولې عملي پروپوزل په اړه خبرې وشي.
4- بهرني جهتونه بايد د سولې په چارو او پروسه کې هېڅ ډول مداخله ونه کړي او نړيواله ټولنه دې د سولې او اقتصادي پرمختګ په اړه تخنيکي مرستې وکړي.
5- سر له اوسه بايد هېواد کې ټولو ګوندونو ته د ازاد فعاليت او عملي سولې لپاره د کار اجازه ورکړای شي. تور ليست بايد له منځه ولاړ شي او د طالب مشرانو په سفرونه دې لګېدلي بنديزونه لرې شي. د سولې فعالانو او اړوندو جهتونو لپاره دې د ويزو اسانتياوې برابرې شي. ټولو دا ومنله، چې طالبان بايد يو ځانګړی ادرس او دفتر ولري.
6- د غونډې ځينې ګډونوالو غوښتنه وکړه، چې د افغانانو له دود سره سم دې جرګه دايره شي او دغه جرګه بايد خپلواکه، بې پرې او هيلې بښونکې وي او د افغانانو په مشري جوړه شي. د پګواش په څېر نورې اړوندې مرستندويه ادارې دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، مګر مشري يې بايد د افغانانو په لاس کې وي. د غونډې ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د پګواش اوسنۍ غونډه د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان د څلور اړخيزې غونډو پر وړاندې هېڅ ډول خنډ نه پيدا کوي.
7- اوربند بايد د مذاکراتو له مهمو برخو څخه وي.
8- د ولسي خلکو ژوند ژغورنه او د مرګ ژوبلې مخنيوی د ټولو ګډونوالو شريکه هيله ده. په دې وروستيو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ولسي خلکو د زياتې شوې مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې څرګندې شوې. ټول جهتونه بايد د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه ځواب ويوونکي وي.
9- د افغانستان اساسي قانون مادې بايد په تفصيلي توګه وڅېړل شي او د غونډې ځينو ګډونوالو ويل، چې د افغانستان حکومت بايد اسلامي وي، اوسنی اساسي قانون بدلون او تعديل ته اړتيا لري، د واک انحصار بايد نه وي، د مذهب په نوم او شخصی شاليد په اړه بايد له خلکو سره ناوړه چلند ونه شي.
10- دا هم وويل شول، چې سوله د افغانستان چاپيريال او اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول لري او د افغانستان ټولو خلکو ته يې ګټه رسيږي. د مدني ټولنو فعاليتونه، د بيان ازادي او له اسلامي اصولو سره سم ښووننيزو پروګرامونو باندې د غونډې ټولو ګډونوالو هوکړه وکړه.
11- د داعش په نوم، چې هر څومره فعاليتونه کيږي، دا افغاني پديده نه ده او د غونډې ټولو ګډونوالو په يوه خوله رد کړه.
12- د جلسې ټولو ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د ښځو د حقونو ساتنه به کوي او د ښځې پر ضد د هر ډول تاوتريخوالي مخنيوی به کوي. ځينو ګډونوالو ټينګار وکړ، چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پيمالوونکي بايد خپله سزا وويني.
13- ښوونه او روغتيا بايد په ترجيحي توګه پرمختګ وکړي.
14- ښوونځي، روغتونونه، د هېواد زېربناوې او نورې ورته ملي بنسټونه بايد په ګډه وژغورل شي او کوم خلک، چې د دغو موسسو پر ضد جنايت تر سره کوي، بايد محاکمه شي.
15- افغان ټولنه اړتيا لري، چې د تېرو لسيزو ستونزو او کړاوونو ته د پای ټکی کيږي. نشهيي توکي، بې کاري، اداري فساد د افغان ټولنې جرړو ته زيان رسوي، د ژوند هيلې او امېدونه بايد په زړونو کې ځای ونيسي، د ښوونې او روغتيا تر څنګ بايد د اقتصاد لپاره بنسټيز کارونه وشي.
16- د جګړې هر ډول بقايا، چې ژوند ته ګواښ وي، بايد په نښه او له منځه يووړل شي.
17- ټولو ګډونوالو بهرنۍ نړۍ سره د اړيکو په غځولو ټينګار وکړ، نړيوالې ټولنې سره يې د دوه اړخيزو اړيکو هر کلی وکړ، په دې شرط، چې په متقابل احترام ولاړ وي او نړيواله ټولنه بايد د خپلو مرستو په ترڅ کې د افغانستان سړکونه، ښوونځي او روغتونه په ښه توګه اباد کړي.
18- ټولو ګډونوالو په ډېره لېوالتيا غوښتنه وکړه، چې د پګواش دواړو غونډو په څېر بايد نورې ورته غونډې بايد دوام وکړي.