ايکسپرېس ټربيون:

طالبانو د سولې په اړه غونډه کې د ګډون خبرې رد کړي

taliban 4 arkheeza ghonda

سبا د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان د سولې په اړه څلور اړخيزه غونډه کيږي.

افغان حکومت هيله من دی، چې دې غونډې سره به «د سوله خوښو او جګړه غوښتونکو» طالبانو تر منځ ليکې جلا شي.

د اجراييه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې دوی هيله من دي، د سترو هېوادونو په منځګړيتوب دغه غونډه ښې پايلې ولري او طالبان به ورسره د خبرو مېز ته کيني.

د تېر کال ډيسمبر په پای کې افغان حکومت ويلي و، چې دغه څلور اړخيزه غونډه به کابل کې کيږي، خو پر سبا يې د پاکستان بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز د افغان چارواکو خبرې رد کړې او ټينګار يې وکړ، چې دا خبرې به په اسلام اباد کې کيږي.

يو شمېر افغان چارواکي او د ملي شورا غړي نيوکه کوي، چې دا غونډه بايد د اسلام اباد پر ځای کابل کې شوې وای او ټينګار کوي، چې پخوا د پاکستان په کوربتوب شوې غونډو څه ګټه نه ده کړې او له دې هم ډېر هيله من نه بريښي.

په عين حال کې د پاکستان انګريزي ورځپاڼې «ايکسپرېس ټريبون» شېبه شېبه په خپل راپور کې د طالبانو د لوړپوړو سرچينو له قوله ليکلي، چې «موږ هېڅکله د کابل ناتوانه حکومت سره خبرو ته نه کينو او څوک، چې په دغه غونډه کې ګډون کوي زموږ استازيتوب نه شي کولای.»

له وړاندې ځينو افغان سرچينو ويلي و، چې د اسلام اباد څلور اړخيزه غونډه کې به د طالبانو نظامي مرستيال سراج الدين حقاني هم ګډون کوي، خو د ايکپريس ټريبيون ژورنالېست طاهر خان وايي، چې ده د طالبانو مشرانو سره خبرې کړي او هغوی د اسلام اباد غونډه کې د سراج الدين حقاني د ګډون په اړه خبرې «په کلکه رد کړې او زياته يې کړه، چې سراج الدين حقاني دومره وخت نه لري، چې په داسې غونډو کې ګډون وکړي.»

طاهر خان د طالبانو سرچينو له قوله وايي، چې کېدای شي ځينې «جعلي څېرې» په دغه ناسته کې د طالبانو په استازيتوب ګډون وکړي، مګر دغه ډول خلک هېڅکله د طالبانو استازيتوب نه شي کولای او نه يې غړي دي.

ايکسپرېس ټريبيون د پاکستاني ډيپلوماتيکو سرچينو له قوله ليکلي، چې د افغانستان بهرنيو چارو مرستيال وزير حکمت خليل کرزی به نن ناوخته اسلام اباد ته راورسيږي او له رسمي ناستې وړاندې به پاکستاني چارواکو سره د غونډې او طالبانو سره دسولې په اړه خبرې اترې وکړي.

د ايکسپرېس ټريبيون په وينا طالبانو د خپل پلان له مخې د تېر کال مارچ کې خپل نوي نظامي عمليات پيل کړي او طالب مشرانو ورته ويلي، چې دوی به خپل کلني عمليات له پلان سره سم پر مخ بيايي او په دې اړه د هېچافشار نه مني.

د ولسي جرګې دوهم مرستيال حاجي نذير احمدزي د اسلام اباد څلور اړخيزه غونډه يو ښه فرصت بللی، له افغان چارواکو او طالبانو يې غوښتي، چې له دې موقع په استفاده هېواد کې د سولې لپاره عملي ګامونه واخلي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد عالم يزيديار د جرګې نننۍ غونډې په خپلو خبرو کې د اسلام اباد غونډې په اړه خوشبيني وښوده او زياته يې کړه، چې پاکستان هېڅکله افغان سوله کې «رښتيني» ګامونه نه دي اخيستي او داسې وختونو کې «طالبان لا هڅوي، چې خپل عمليات نور هم قوي کړي.»

د اسلام اباد ناسته، دسولې نه، بلکې د ډيورينډکرښې رسمي کولو،اوبو او دهند قونسلګرۍ بندولولپاره ده.

مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي شير محمد اخندزاده نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وويل، چې د اسلام اباد څلور اړخيزې ناسته کې طالبانو سره د سولې خبرې اصلا موضوع نه ده، بلکې د امريکا په مشرۍ دغه غونډه کې د ډيورينډ کرښې د رسمي کولو، د کونړ اوبو او هرات او کندهار کې د هند قونسګريو دبندولو په اړه خبرې کيږي.

شېر محمد اخوندزاده زياتوي، که د اسلام اباد غونډه کې پر يادو موضوعاتو خبرې کيږي، نو دا د افغانستان د اشغال په معنا دی او افغانانو ته هېڅکله د منلو وړ نه دي.

طالبانو تر اوسه رسما د اسلام اباد غونډې په اړه څه نه دي ويلي.