بواسير يا هيموروئید ناروغي

بواسیر       Bildergebnis für hemoroidi

ډاکټر رحیم هلال

د لويې کولمې يا مقعد په اخرنۍ برخه کې د شته وريدونو لويوالي، پړسېدلو او يا هم کله کله د دې وريدنو سورې کېدو ته چې د ويني دبهېدو لامل ګرځي هيموريئد يا په عامه ژبه بواسير و په نوم ياديږي.

د ا وريدونه د يوشمير لاملونو او فشار په واسطه د وينې د غونډېدو له امله پړسېږي چې د تغوط د فعل په وخت ناروغ ته درد پيدا کوي؛ د غايطه موادو او زور وهلو په واسطه ترې وينه را وزي.

یعنې؛ د مقعد په وروستۍ برخه کې چې کوم د وینې وریدونه دي د یو شمېر عواملو او فشار له امله په کې وینه غوڼډيږي او کڅوړه کیږي چې د تغوت یا تشناب ته د تللو پر وخت ناروغ ته ستونځې پيښوي حتې زخمي کیږي او د وینې د بهیدو لامل ګرځي.

بواسيرد مقعد په خارجې او داخلي برخه کې شتون لري چې لومړی هغه يې خارجې او دوهم يې داخلي بواسير بلل کېږي؛ هم په ښځو او هم په نرانو کې منځ ته راځې د عمر له نظره له پنځه څلویښت کلنۍ تر پنځوس کلنۍ عمر لرونکو کسانو کې منځ ته راځې.

بواسیر کېدای شي د مقعد په وروستۍ برخه یا هم دننه وي چې لومړۍ ته يې خارجي او دوهم ته ېې هم داخلي بواسیر ویل کېږي ..

د تغوت د فعل په وخت يا ورڅخه وروسته د مقعد په برخه کې درد او سوی، د تغوت د فعل په وخت کې د وينې بهېدل، د مقعد په داخل يا خارج کې د دانې يا کتلې شته والی، د مقعد پړسوب او التهاب د دې ناروغۍ ستري نښې دي.

ټول هغه عوامل چې د مقعد په برخه کې په رګونو کې د فشار راوستو لامل کېږي د دې ناروغۍ د منځ ته راتلو امکانات زیاتوي لکه د ډېر وخت لپاره په ولاړې باندي کار کول، يا د دوو پښو په سر باندي دوامداره او د ډېر وخت لپاره کښیناستل، دوامداره قبضيت، همدارنګه چاغوالی هم کېدای شې د مقعد په برخه کې په شته رګونو باندي ځيني وخت د فشار د اچولو لامل شې چې دا فشار په چاغو وګړو کې د اناتومي سیستم د ګډوډي له امله وي، دا ګډوډي هم په یادو رګونو باندي زور راوړي او په پایله کې د هيموروئید ناروغۍ ته لاره هواروي.

همدارنګه د فزیکي فعالیت کموالی، په خوړو کې د اوبلنو يا نرمو څيزونو کم اخستل او د ډېر وخت لپاره قبضيت لرل او په خپله د وزن ډيریدل ، په ښځو کې امیدواري، د وینو د غوړو زیاتوالی سیروز ، او وریکوزیس په زړو خلکو کې د عضلاتو شل والی او د رګونو د مقاومت کمزوري هم د دې ناروغۍ د منځ ته راتلو لپاره لاره هواروي يا په بله مانا پورته ټول لاملونه چې د مقعد په رګونو باندي فشار واردوي د دې ناروغۍ لاملونه دي.

ځينې طبي کتابونه خو د وینې لوړ فشار د کلمو سرطانونه او د ځيګر او صفرا د کڅوړي ناروغۍ هم د هيموروئید لپاره لاملونه ګڼي ځکه چې صفر او ځيګر د خوراکې موادو به هضم کې رول لري.

همداراز قبضیت په تېره بیا دوامداره قبضیت هم په همدې رګونو فشار واردوي چې د قبضیت لاملونه بیا بیل دي د مثال په ډول د وچو او قبض راوړونکو خوراکونو خوړل د میوو او سبو یا هغو غذايي موادو کم خوړل چې ف خوړل .

Bildergebnis für hemoroidi

 

څنګه کوای شو له دې ناروغۍ څخه ځان وساتو:؟

۱ـ د غذايې رژيم په ټاکلو او منظم تمرین سره کولای شئ تاسې خپل وزن را کم کړئ البته که چېرته مو وزن زیات وي او دا ستونزه لرئ.
۲ـ د تغوت په وخت کې په کموټ باندې هڅه وکړئ چې په هر لحاظ ارام کښينئ زر له تشنابه مه وزئ او هڅه مه کوئ چې په دې وخت کې زور ووهئ.
۳ـ د تغوت پر مهال د ډېر وخت لپاره مه کښينئ کوښښ وکړئ چې له تشنابه ژر ووزئ او په ورځ کې لږ تر لږه څلور ځله د تغوت فعل اجرا کړئ.
۴ـ په ورځنيو خوړو کې له فایبر لرونکو غذا ګانو څخه استفاده وکړئ مثلا میوه او سابه وخورئ ځکه چې فایبرلرونکي خواړه چې په میوو سبو او غلو کې موجود دي د کلمو د حرکت د زیاتوالي، او د معدې نرمښت را منځ ته کوي.
۵ ـ د غوا شیدې، مستې، کورت ، پنیر ، کوچ او داسې نور ،ټول په غذايي رژیم کې له تاسو سره مرسته کوي چې په دې ناروغۍ باندې له اخته کېدو څخه مو وژغورئ.
۶ ـ د ورځې باید لږ تر لږه دوه یا دوه نیم لیتره اوبه وڅښو چې له آتو نه تر لسو د اوبو ګیلاسونو په اندازه ده.
۷ ـ لږ تر لږه د ورځې د نیم ساعت لپاره پلې ګرځېدل په مناسب اندازه سره باید وشې خو فکر مو وي چې ځینې کتابونه ډېر زیات پلي تګ کول پخپله د دې ناروغۍ پو لامل هم بولي نو په کار ده چې مناسب پلې ګرځېدا وکړئ.
۸ ـ سګريټ مه څګوئ او هغه خواړه باید ونه خوړل شې چې معمولا د قبضیت لامل ګرځي .

د دې ناروغۍ درملنه په لاندې ډول کېدای شې.

که چېرې تاسو پورتنۍ کړنلاره کومه، چې په وقايه کې ورته اشاره وشوه عملي کړئ نو په دې ناروغۍ به نه اخته کېږئ، که چېرته پرې اخته یاست نو پورته کړنلاره عملې کول کېدای شې ستاسو د هيموروئيد ناروغۍ له منځه يوسې خو د لاملونو لپاره يې زمینه مساعدېدل د دې ناروغۍ د بیرته راتلو چانس هم پیدا کوي نو په کار ده چې له دې ناروغۍ د ساتنې لارې چارې په دقیق ډول په روزمره شکل سره عملي کړای شي.

که د پورته کړنلارو په پلې کولو او د ډاکټر له لوري د درکړل شویو درملو په واسطه ستاسو ستونزه حل نه شوه نو په دې وخت کې ستاسو ډاکټر د جراحې عملې د سرته رسولو تابیا نيسې.

هغه جراحې عملې چې د بواسېرو يا هيموروئید د ناروغۍ لپاره په لاره اچول کېږي په لاندې ډول دي:
۱ـ د بواسیرو په ناحیه کې د وړو پلاستیکي پیپونوتېرول دي تر څو له احتمالي فشار سره مقاومت وکړای شي .
۲ـ سکلرو تراپي ده یعنې دپړسېدلو وریدونو د حجم کمولو لپاره ناحیې ته کیمیاوي مواد تزریق کیږي.
۳ ـ په مایع نایتروجن سره د وینې د رګونو حجم کموي.
۴ـ په لایزر په مرسته د بواسیرو وچول.
کله کله جراحي عملیات هم د لنډ وخت لپاره مؤثر وي اوکیدای شي د عواملو د موجودیت پر مهال یو ځل بیا هم بواسیر پيدا شي .
همدار راز استراحت ، د دردذ ضد درملو، انتي بیوتیکو او انتي سپتیکو استعمال همدا ډول د وینې د رګونو منقبضوونکي کریمونه او د لیډو کائین کریم .
په ګرمو اوبو کې د ۱۰ نه تر شلو دقیقو کښیناستل.
او تر ټولو ډير مهم د نظافت مراعاتول دي .
کله چې د تغوت له فعل وروسته له تشانابه وزئ نو د مقعد په نرمه توګه سره ومنیځئ.
د یو شمیر ناروغانو تشناب ته له تلو وروسته کولمه هم راوزي چې هغوی باید یوه ورځ استراحت وکړي او په دې ناحیه د یخو کڅوړه یا د یخو اوبو مشکوله کیږدي.