د ګوانتانامو زندان که دترهګري مدرســه؟ 

پنټاګون د ګوانتانامو زندان تړل نه غواړي

Bildergebnis für guantanamo    Bildergebnis für guantanamo

رویټرز خبري اژانس وايي چې دوی دې پایلي ته رسیدلي چې د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» نه غواړي چې د ګوانتنامو زندان وتړل شي.

باراک اوباما د خپلې لومړنۍ دورې په ټاکنيزو شېبو کې ژمنه کړې وه، چې د ګوانتنامو زندان به تړي، ځکه چې په دغه زندان کې بندیان بېله محکمې ساتل کیږي، چې د بشري حقونو خلاف کار دی او په نړۍ کې د امریکایانو لپاره د بدنامۍ سبب ګرځېدلی.

که څه هم د امریکا ولسمشر باراک اوباما په خپل لومړۍ دوره کې او همداسي په دوهمه دوره کې ډیره هڅه وکړه چې دغه زندان وتړي، خو تر اوسه نه دی توانېدلی.

د رويټرز خبري اژانس له مخې په پنټاګون کې دننه داسي کړۍ شته، چې هغوی نه غواړي د ګوانتنامو زندان دې وتړل شي. دغه کړۍ په ښکاره د زندان د بندلو په خلاف څه نه وايي، خو داسي اداري او بیروکراټيکې ستونزي رامنځته کوي چې له امله یې د زندان تړل ځنډیږي.

په ګوانتنامو کې اوس مهال ۱۰۷ بندیان ساتل کیږي، چې د هغو څخه یې د ډیریو په اړه له وړاندې پریکړه شوې چې بیګناه دي، او باید خوشي شي.

په دغه زندان کې د بندیانو ځیني وکیلان وايي چې د دوی موکلینو ته له مخې د ازادۍ پریکړه شوې، خو عملي کیږي نه، که چیري اوباما له خپل ځان ګړي ځواکه کار وا نه خلي، او دا کار اداري ستونزو ته پریږدي، دا بنديان به هېڅکله خلاص نه شي او یا به ډیر وځنډیږي.

امريکا ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د يرغل پر مهال کيوبا خليج کې د ګوانتانامو زندان جوړ کړ، افغانستان او عراق کې يې سلګونو بنديان دغه زندان کې له يوې لسيزې زيات بنديان کړل او دغو زندانيانو سره يې هر ډول وحشي چلند وکړ.

امريکا د دغه زندان له امله له سختو کورنيو او بهرنيو نيوکو سره مخ ده او تېر کال د امريکا مشرانو جرګې په يو راپور کې ويلي و، چې امريکايي چارواکي د ګوانتانامو مسلمانو زندانيانو سره هر ډول وحشي چلند کوي او په دې لړ کې هېڅ نړيوال او بشري قانون ته درناوی نه لري.

بل پلو بارک اوباما د دغه زندان د بندولو له امله د سي ای اې او جمهوري پلوو له لوري له سختو نيوکو سره دی.
سي ای اې او جمهوري پلوه پر اوباما نيوکې کوي، چې د دغه زندان بندول او زندانيان يې نورو هېوادونو ته لېږدول دا معنا لري، چې امريکا د «ترهګرو» پر وړاندې ماته شوې او دغه خلک کولای شي، چې يو ځل بيا د امريکا او نړيوالو په مقابل کې ټوپک ته لاس کړي.

ګارډين برتانوي ورځپاڼې د جمهوري پلوه سناتور مک مکين له قوله ليکلي، «کوم کارونه چې اوباما کوي دا د امريکا او نړۍ امنيت لپاره ستر ګواښ دی.»

څه موده وړاندې د امريکا د مشرانو جرګې د استخباراتي کميټې مشرې ډيان فاينسټاين د سي ای اې له لوري ګوانتانامو او نورو زندانونو کې د مسلمانو بنديانو د شکنجو او ځورونو په اړه په ۵۲۳ مخونو کې يو مفصل راپور خپور کړی و.

په راپور کې راغلي و، چې سي ای اې د بنديانو د شکنجو لپاره له شپږزرو وحشي لارو کار اخيستی، د مثال په ډول په اوبو کې غرقول، جنسي ځورونې، په مياشتو مياشتو په تورو خونو کې تنهايي قيد، په زخمي پښو په ولاړه اقرار اخيستل او داسې نورې وحشي کړنې شاملې وې.

د ياد راپور له خپرېدو وروسته امريکا کې يو شمېر چارواکو او رسنيو د ياد راپور خپرول وستايل، مګر ګڼ شمېر چارواکو، اپوزيسيون او جمهوري پلوو رسنيو د ياد راپور خپرول د امريکا د ملي ګټو ضد وبلل او د سي ای اې دغه شکنجې يې د هغو مېړانه او وطن ساتنه وبلله.

د امريکا سمندري عسکرو ګوانتانامو زندان له سختو نړيوالو نيوکو سره مخ دی او پر امريکايي چارواکو او سي ای اې په غړو نيوکې کيږي، چې له لسو کالو زيات يې زندانيان بې محکمې په وحشت کې ساتلي او نړيوال څارونکي اوباما هم پر دې ملامت بولي، چې د ګوانتانامو زندان په بندولو کې جدي ګامونه نه اخلي.

د امريکا کانګريس له اوباما سره د ګوانتامو زندان د بندولو په اړه مخالفت کوي، مګر ۲۰۰۹ز کال راهيسې، چې اوباما واک ته رسېدلی د ګوانتانامو ډېری زندانيان يې يا خوشې کړي او يا يې نورو هېوادونو ته لېږلي دي.

ددې تور زندان نور دردوونکي تصویرونه دلاندني لینک په کښېباسلوسره لیدلی شئ:

https://www.google.de/search?hl=de&authuser=0&site=imghp&tbm=isch&source=hp&biw=1024&bih=625&q=guantanamo&oq=guan&gs_l=img.1.0.0l10.4725.7936.0.11073.4.4.0.0.0.0.139.473.0j4.4.0....0...1ac.1.64.img..0.4.470.cQaGUyjRyjg