د سي آی اي مشر: طالبان پر مخ روان دي

Mykal_Mor

د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی ای پخواني مشر مایکل مور ویلي چې طالبانو په تیر کال کې ډېر جیوپولیټیکل او استراتیژیک پرمختګ کړی، او تمه ده چې په راتلونکي کال کې به هم ډیري لاسته راوړني ولری.

نوموړي د امریکايي تلویزون سي بي ایس (CBS) په یوه پروګرام کې چې نوم یې دی (ولس ته جواب ورکړه) کې وویل: «زما په نظر تر ټولو لویه ستونزه به داوي چې مونږ بیا وکړای شو چې افغانستان د یو قضیې په توګه مطرح کړو».

نوموړي وویل: «طالبانو په تېر کال کې لوی پرمختګ وکړ، ډیري سیمي یې ونیولې، دا لومړی ځل دی چی دومره سیمي د طالبانو تر کنټرول لاندي راځي، زما ګمان دی چې راتلونکی کال به تر دې هم زیاتي سیمي تر خپل کنټرول لاندي راولي».

نوموړي وویل، روان کال ۲۰۱۶ به د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې لوی بحث دا وي چې څومره عسکر باید په افغانستان کې پرېښودل شي.

مایکل مور وویل: «دا چې څومره عسکر باید په افغانستان کې پاته شي، زما په نظر دغه بحث به یو ځل بیا په واشنګټن کې له سره را پیل شي، د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال کمپل همدا تېره اونۍ وویل چې تر لس زره زیاتو عسکرو ته اړتیا لري، دا شمېره د بارک اوباما تر وعدې دوه چنده زیاته ده».

د مایکل مور پر خبرو یوه امریکايي وګړي په خپله تبصره کې وویل: «افغانستان زمونږ لپاره یوه بایللې جګړه ده، مونږ باید کله هم هلته نه وای تللي، او مونږ حتما باید تر اوسه له افغانستانه په بشپړه توګه وتلي وای. ایا تروریستان به د افغانستان ټول کنټرول واخلي؟ جواب هو دی، همداسي به وشي، خو مونږ ته څه پروا نه لري، مونږ باید خپل عسکر د جهنم له دې کندي څخه را وباسو».

یوه بل امریکايي چې خپل نوم یې (روري) ښودلی وویل: «طالبان چا تروریستان کړل؟ طالبان خو د امریکايي او د ناټو ځواکونو سره جګړه کوي، چې د دوی هیواد یې اشغال کړی، طالبان خو د خپل هیواد څخه بهر عملیات نه کوي. امریکا او ناټو هیڅ حق نه لري چې هلته مداخله وکړی، ځکه طالبانو دوی سره کله هم کار نه دی لرلی».

یوه بل امریکايي وویل: «د اوباما انتخابي شعار دا و چې د افغانستان او عراق جګړه به ختموي، خو داسي ښکاري چې اوباما له سپيني ماڼۍ په داسې حال کې وزي چې امریکا په یوه وخت کې په څلورو جنګونو اخته ده».

باید وویل شي چې د افغانستان جګړه په نږدې تاریخ کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده، چې د کتونکو په نظر امریکایانو هیڅ لاسته راوړنه هم نه ده په کې لرلې.