د ژیړو غاښونو سپینولو اسانې او ارزانې لارې

ځینې عام عادتونه لکه په ورځنۍ ډول چای، کافي او یا دې ته ورته نور مشروبات څښل د غاښونو د ژیړوالي لامل ګرځي.

له نیکه مرغه د ژیړو غاښونو سپینولو اسانې او ارزانې لارې شتون لري چې انسان کولی شي له کوم لګښت او سختۍ ګاللو پرته خپل ژیړ غاښونه سپین کړي.

نن مو له ځینو هغو اسانو او ارزانو لارو سره چې په لږه موده کې له کوم ځانګړی لګښت او مضر اغیز لرلو پرته غاښونه بیرته سپینوي سره اشنا کوو.

د خوړو سوډا (Baking Soda)
د خوړو سوډا د غاښونو د سطحې سخت او کلک داغونو په له منځه وړلو کې ډیر اغیزمن دی. خپل د خوښې د غاښونو کریم پر ځای خپل د غاښونو برس د خوړو د سوډا په بوتل کې دننه کړئ او له هغې وروسته خپل غاښونو پرې برس کړئ.

د ځمکنی توت (Strawberry) کریم
څو دانې ځمکني توتان په ښه ډول میده او نرمه کړئ. د ځمکني توتانو دغه جوړه شوې خمیره په ژیړو غاښونو ووهئ او د یو څو دقیقو لپاره يي پریږدئ. له څو دقیقو وروسته خپل خوله په اوبو ووینځئ.

د ریحان پاڼې
د ریحان څو پاڼې لمر ته کیږدئ تر څو وچې شي. له هغې وروسته وچې شوې پاڼې ښه میده کړئ. د ریحان دغه میده شوې پاڼې په خپل برس واچوئ او غاښونه مو پرې برس کړئ.

د لیمو اوبه او مالګه
د لیمو اسیدي خاصیت دغه خواړه ته سپینوونکی خاصیت ورکړی. یوه دانه کوچنۍ لیمو د اوبو په یو ګیلاس کې واچوئ او یوه کاچوغه د مالګې له تیږې څخه لاسته راغلې مالګه ورزیاته کړئ او ښه يي ګډ کړئ. جوړ شوی محلول د لنډې مودې لپاره خوله کې ښه وخوځوئ. او دغه عمل ته د ګیلاس د اوبو تر خلاصیدو ادامه ورکړئ.