ځانګړي کميسون:
په سلګونو خيالي ښوونځي او په زرګونو خيالي ښوونکي تثبيت کړي دي

هغه ځانګړي کميسون، چې د ولسمشر له خوا د پوهنې د رښتيني وضعيت د څېړنې لپاره ګومارل شوی، د خپلو څېړنو يو رپوټ چمتو کړی چې که څه هم تر اوسه په رسمي توګه نه دی خپور شوی خو ځينو رسنيو ته يې يو لړ مالومات لاسته ورغلي دي. د ولسمشر دفتر وايي، چې رپوټ به په دوه ورځو کې رسماً خپور شي. د دغه رپوټ له مخې په سلګونو داسې ښوونځي موندل شوي، چې اصلاً وجود نه لري خو د پوهنې وزارت په تشکيل کې رسميات لري او ټول لګښتونه يې اجرا کېږي. همداراز شاوخوا ۴۰ زره داسې ښوونکي چې ثبت دي او معاش يې حواله دی، خو اصلاً وجود نه لري. د ځانګړي کميسون څېړنې د پخوانيو رپوټونو خلاف چې ښوونځيو ته د تلونکو زده کوونکو شمېر يې يولس ميليونه ښودلی و، وايي چې په رسمي توګه ۹ ميليونه زده کوونکي ثبت شوي، خو هغوی چې ښوونځيو ته ځي شمېر يې ۸ ميليونه دی. د رپوټ څېړنې دا هم وايي، چې څه د پاسه زر داسې پروژې چې ان په ۲۰۰۷ کې يې د بشپړېدو ګزارش ورکړ شوی و، لا تر اوسه نيمګړې پاتې دي. رپوټ د يو شمېر کسانو پر ډېرو لوړو معاشونو هم نيوکې کوي او وايي چې په تېرو دوو کلونو کې ۳۴۰ کسانو ته سل ميليونه ډالره د معاش په ډول ورکړ شوي دي، چې د ځينو مياشتنی معاش يې ۱۵ زره ډالره وو.
د يادونې وړ ده، چې ځانګړی کميسون تر هغه وروسته د ولسمشر له خوا وګومارل شو چې د افغانستان لپاره د امريکايي مرستو ځانګړي څارونکي د خيالي ښوونځيو رپوټ خپور کړ.