امریکا ته غول ورغلي
محمــد امین بســـمل
بښنه غواړم چې سرلیک به دځینو درنولوستونکو خوښ نه شي خو زه باید دلوستونکو سر ورخلاص کړم، چې دا دکوم وخت خبره او دامریکا له سیاست او اعمالو سره څومره اړخ لګوي.
هو!
دظاهرشاه وختونه وو زه په دریم ټولګي کې وم موسم د اوړی اوزموږ دکلي ترمخ ګیمیندې ګیمیندې درمندونه پراته وو.
دماښام ډوډۍ په تیارېدو او دکلي دروازې هم خلاصې ولاړې وې.
چاغږ وکړ وېل هله راووزئ، چې غله دي زموږ مشران چې له کار څخه ستړي راغلي وو نویې دزمریانوپه ډول له هجرې(مهمانخانې)څخه پسې وځغاستل.
موږ کوچنیان چې هم وهم اخیستي وو اوهم موغوښتل ووینو څه پېښه ده نو له کلي غلي غلي په همدې تیاره ماښام کې پسې ور ووتو.
زموږ دکاکا زوی چې پوخ او قوی زلمی و هغه له نوروکلیوالو مخکې دکلي کنډو ته ځان رسولی و په همدې توره تیاره کې یې غږ زموږ غوږو ته راورسېد وېل څه خبره ده څه شول په کومه ولاړل؟
مقابل طرف دحسین جان اکا زوی کوم چا چې دادغلو خبره کړې وه ورته وویل دلته یو څوک ښکارېدل.
زموږ دکاکازوی ورته وویل :
کوم دي دلته خو هیڅوک هم نشته ځغله ورشه ځان دې ښه تش کړه تاته غول درغلي دي.
دخپل کاکا دزوی داخبره مې داسې په ذهن کې ثبت شوې ته وا همدا نن ماښام مې ځینې اورېدلي.
نوکه رښتیا ووایم داخبره دامریکا له ګډوډ میجاز اوخونړي سیاست سره سل په سلو کې سر خوري.
تاسوخو دا لاندې خبرچې په روهي ویبپاڼه کې خپور شوی یو ځل په ځیر سره ولولئ:
د امريکا سفارت د چين په پلازمېنه کې د ترهګريزو بريدونو د احتمال خبرداری ورکړی
