دافسوس ځای دی، چې داشرف غني هرکلي ته داستانبول ښاروال ورغلی و

داشرف غني هرکلي ته نه دترکیې ولسمشر نه یې لومړي وزیر اونه يې دبهرنیو چارو وزیر او نه کوم بل لوړرتبه چارواکی ورغلی و،بلکې داستانبول ښاروال اووالي یې هرکلي وکړ.
له ارګ څخه د مرغومي په ۲مه،رسنیوته په یوه لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشرغني ته د استانبول په نړیوال هوایي ډګر کې د استانبول والي، ښاروال او د ګارنیزون قوماندان ښه راغلاست ووایه.
داپه داسې حال کې ده چې دنړیوال تعامل اوپروتوکول له مخې باید دیوهیواددولسمشر هرکلي ته داړوند هیواد ولسمشر او یا هم لومړی وزیر ورشي . خوافغانستان د ولسمشر هرکلي ته آن دترکیې دبهرنیوچارو وزیر هم ځانته زحمت نه و ورکړی.
سرچینه وایي چې ولسمشر به د ترکیې د اقتصادي کمیسیون له غړیو سره چې د هغه هېواد تاجران او متشبثین به هم حضور ولري، خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په هکله هغوی ته معلومات ورکړي.
خبرپاڼه وايي چې ولسمشر به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان او همدارنګه د هغه هېواد له لومړي وزیر سره جلا کتنې او خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه به د سیاسي مشورو او د کورنیو چارو وزارتونه به د امنیتي همکاریو او همدارنګه په کابل کې د ترکیې له لوري د مولانا جلاالدین محمد بلخي پوهنتون د جوړولو په هکله د همکارۍ درې تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي.