کریسټین ساینس مانیټور:

افغان حکومت د طالبانو د نفوذ پر پراختیا سترګې پټوي

Bildergebnis für taliban

د امریکا کریسچین ساینس مانیټور ورځپاڼه وايي، چې طالبانو روان کال خپلې جګړې تیزې کړې، خو افغان چارواکي یې د نفوذ د کچې په تړاو له څه ویلو ډډه کوي.

یوه حکومتي چارواکي دې ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبان د ۲۰۰۱کال په پرتله ډیر پیاوړي شوي او تر نورو کلونو یې سږ کال ډیر بریدونه کړي دي.

ورځپاڼه د افغان چارواکو له خولې وايي، چې حکومت په مهمو مراکزو کې د طالبانو د نفوذ په اړه معلومات له ځان سره پټ ساتي.