د داعش د بريدونو له امله په ننګرهار کې ۲۴ زره کورنۍ بې ځایه شوي

 

ډيره موده کيږي، چې د ننګرهار ولايت په ځينو ولسواليو کې د داعش لخوا بريدونو شوې، ملکي خلک يې وژلي، کورونه يې ورته سوځولي.

په دغه ولايت کې نه يوازې د امنيتي ځواکونو او داعش تر منځ جګړې شوې، بلکې د داعش او طالبانو تر منځ هم سختې نښتې شوې.

د دغو جګړو له امله تر اوسه ۲۴ زره کورنۍ د آچین، نازيان او هسکې مېنې له سيمو څخه بې ځايه شوې او په ډيره ناوړه توګه ژوند تيروي، خو د دولت لخوا تر اوسه د دوی سره هيڅ مرسته نه ده شوې.