جرمني: د ارواښاد  محمد افضل خان لالا د فاتحې مراسم تر سره شول
 د  پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند  روان کال دروان ۲۰۱۵ ع کال دنوامبر په ۱۵ مه    نېټه  د المان دهورت په ښارکې  د پښتون قامي وحدت ستر لارښود ، د پښتنو  روحاني ، سیاسي او ولسي مشر ارواښاد  محمد افضل خان (خان لالا) د فاتحې  مراسم تر سره کړل ، چې  د المان د لیرې او نیزدې ښارونو سره بیره، دګن  شمیرټولنو او ګوندونو استازو ،  په  اروپایي هیوادونو  کې میشتو  پښتنو/افغانانواو په بن کې د افغانستان جنرال کونسل هم پکې  ګډون کړی ؤو. 
 
 د فاتحې مراسم  د ښاغلي سید هاشم پاچا صیب له خوا د قران کریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل  شول.
 
 نصیرستوري د ارواښادمحمدافضل خان لالا لنډ ژوند لیک ولوست.
 
 ښاغلیو  عزیز سرشار، محمد شیرین ګردیوال،الحاج اقبال لالا او حاجي فضل الرحمن شیر د  ارواښاد خان لالا په سیاسي، ټولنیز او ولسي ژوند او د پښتنو ټولنیز  ولسولیز ګوند  سره په اړیکو لنډې، لنډې خبرې وکړې او د ارواښاد خان لالا  د  نظرئې د خورولو  د پښتنو د سیاسي شعور او احساس   په  را بیدارلو ئې هر  اړخیزې څرګندونې وکړې. 
  
ورپسې   ښاغلي سید هاشم پاچا صیب  د اسلام د سپیڅلې دین په رڼا کې د خان لالا په    سیاسې او ټولنیز ژوند رڼا واچوله  او  داروښاد خان لالا  سپیڅلې اروا ته   د دعا په کولو سره  د فاتحې مراسم پاې ته ورسیدل
 
محمد  افضل خان (خان لالا) دباچاخان  د پښتنو د ملي ازادۍ بخښونکی غورځنګ  پیرو(لاروی)، د پښتون/ افغان قامي وحدت د سیاسي مفکورې او نظرئې ستر لارښود  او د پښتون قوم یو مخلص، خوږمن لیډر ،لیکوال ، اديب او په خپله خبره ،  ژمنه ( وعده)، ملګرتیا ،انډیوالۍ او دوستۍ ولاړ مشر ؤ،چې 
 
 په ۱۹۲۶ ع کال  د ډسمبر په میاشت کې د سوات په درشخیله کې زیږیدلی وو
 
.  د ښوونځي او طالبعلمۍ د زمانی راایسی په سیاست کې فعال ؤ. د سوات بار  کونسل بنسټ ایښودونکې صدر (مشر) ، دعوامي نیشنل ګوندد پښتونخوا سوبې  صدر(مشر) پاتې شوی او دای این پي دمرکزی جرګی غړی ؤ.
 
خان  لالا د پښتنو قامي وحدت په هکله واضح دریځ لرلو،چې: « تر څوپوری پښتون خپل  قامي وحدت نه وی حاصل کړی،تر هغې د پښتون قام ستونزې (مشکلات) او محرومی  نه شی ختمیدي ، د یو قام دغړی په حیث دوۍ احترام نه شي ګټلی،اود سوکالۍ  اوعزت ژوند نه شی موندلی»
د  پښتون قام دا ګډه هستي د ۲۰۱۵ ع کال د نوامبر د میاشتې په لومړی نېټه  (۱۳۹۴ لمریز کال د لړم په لسمه نېټه ) ديوه نۍ (اتوار/ یکشنبې ) په ورځ د  ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۸ کلونو په عمر د اسلام اباد په سي ایم ایچ  روغتون کې لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړي.
		
			
					
					
						
							17.11.2015
						
						 - محمد امين بسمل
					
					روسانو له  طالبانو سره سیاسي خبرې اترې کړې دي...
			 
			
					
					
						
							21.11.2015
						
						 - محمد امين بسمل
					
						
							
						
					 داوود سلطانزوی د حاجیانو د لېږد په پروسه کې دری میلیونه ډالره اختلاس کړی 
 د ولسي جرګې یو غړی ادعا کوي چې د  ولسمشر سلاکار...