روسانو له طالبانو سره سیاسي خبرې اترې کړې ديBildergebnis für taliban

خبرونه وايي کېدای شي روسیه په افغانستان کې نوې ستره لوبه پیل کړي او په ورته وخت کې دلویدیز له پراخه ملاتړ برخمن حکومت سره هم اړیکې ولري. ټایمز  ورځپاڼه لیکي: مسکو له طالبانو سره پټې خبرې پیل کړې دي.

دافغانستان په ختیز کې طالب سرچینې وايي: په شمال کې لوړپوړو طالب مشرانو په تاجکستان کې له  روسيي استازو سره لیده کاته کړي دي.

ټایمز په جلال اباد کې دخپلو سرچینو په اړه پوره مالومات نه وړاندې کوي، خو مالومیږي، چې د ورځپاڼې  موندنې پر استخباراتي مالوماتو ولاړې او راڅرخیږي.

ټایمز لیکي: د روسانو او طالبانو ترمنځ پټې خبرې اترې دپاکستاني او هندي استخباراتي  چارواکو لخوا هم تایید شوې دي، دا سرچینې وايي : موږ په دې وروستیو کې ورته مالومات تر لاسه کړي دي.

مسکو وروسته له هغې له طالبانوسره له خبرو پرته پورته کړه، چې جنرال عبدالرشید دوستم له مسکو او دچیچنیا له پلازمینې لیدنه وکړه.

 دنښتر ويبلاګ يادښت:

که طالبانو له روسانوسره په رښتيا اړيکه نيولې وي نه يوازې ملاتړ يې کوو، بلکې دا اړيکه دګران افغانستان او سيمې په ګټه هم بولو٠
په دې اړوند لا له پخوا څخه موږ طالبانو ته د رسنيو له لارې اشاره ورکړې وه چې:

څه پروا لري که تاسو دهند تشویش رفع کړئ آیا له روسانو څخه دخپل بري لپاره ګټه اخیستل به ګناه ولري؟

 نوره ليکنه دلاندني لينک په کښېباسلو سره لوستلی شئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20953