پر کرېډټ کارت مالیه د کرزي د دفتر د لګښتونو لپاره لګیدلې
د ګډ حکومت لومړي مشر اشرف غني د وږي په میاشت کې اعلان وکړ، چې د تلې میاشت په لومړۍ نېټه به پر مخابراتي شبکو مالیه وضعه شي او په سل افغانیو کې به لس افغانۍ د دولت بودیجې ته ځي.
ددغه اعلان وروسته د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې ځوانانو بېلابېل ډول څرګندونې کولې. ځینو د حکومت دغه کار وستایه: خو زیاتو خلکو یې مخالفت کاوه. په ټولنیزو شبکو کې هم ګرمه موضوع پر کرېډټ کارت د مالیې وضع کېدل وو.
زیاتو ځوانانو ویل، چې د بهرنیانو مرستې هم د څوتنو جېبونو ته ولاړې او د مالیې دغه پیسې به هم د چارواکو په شخصي لګښتونو ولګیږي.
تېره میاشت ولسي جرګې د ګډحکومت دغه فرمان ردکړ او پرکرېډټ مالیه یې پر عامو خلکو جبر وباله.
اوسني راپورونه وايي، چې ګډحکومت د مخکني ولسمشر حامد کرزي د دفتر لګښتونه نشو پوره کولی، نو پر کرېډټ کارت یې مالیه وضع کړه، تر څو د کرزي د دفتر لګښتونه پوره کړي.
د روان کال د غويي په میاشت کې د ګډحکومت لومړي مشر اشرف غني فرمان صادر کړ او مخکني ولسمشر حامد کرزي دفتر ته یې د میاشتې ۲۳میلیونه او ۳۰۰زره افغانۍ، چې ۴۲۳ لکه او دروېشت زره امریکايي ډالر کېږي منظور کړل او فرمان کې یې ټینګارکړی و، چې په راتلونکي کال کې دي د کرزي د دفتر لګښت په عادي بوديجه کې حساب شي.