که کرزی دامريکا وفادار شاګرد نه وای نو اشرف غني به هيڅکله کرزي ته د دفتر تشکيل نه و منلی

ولسمشر اشرف غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر تشکیل منلی چې میاشتنی لګښت يې تر ۴۰۰ زره ډالره هم اوړي.
نوموړي د پخواني ولسمشر میاشتنی لګښت له دولتي لګښتونو منظور کړی دی.
اشرف غني ماليې وزارت ته په لېږلي فرمان کې امر کړی دی، چې په هره میاشت کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر ته ۲۳ ميليونه او ۳۰۰ زره افغانۍ چې شاوخوا ۴۲۳ زره امريکايي ډالره کېږي، ورکړي.
اشرف غني دغه فرمان د روان کال د ثور په میاشت کې صادر کړی دی، خو ټینګار يې کړی دی، چې په راتلونکي کال کې دي د دې دفتر لګښت په عادي بوديجه کې حساب شي.
په دې فرمان کې د حامد کرزي دفتر یو ځانګړی ادراي واحد ګڼل شوی، چې ویل کېږي د لګښتونو طرحه به يې د تصویب لپاره ولسي جرګې ته هم ولېږل شي.
د اسنادو له مخې پخواني ولسمشر حامد کرزي د تېر کال د لېندۍ په میاشت کې ګډ حکومت ته مکتوب لېږلی چې په دفتر کې دې يې ۴۵ بستونه رسمي وګڼل شي.
نوموړی دفتر دم ګړۍ ۵۰ بستونه لري چې کارکوونکي يې زرګونه امريکايي ډالره میاشتنی معاش لري، خو د دې دفتر د کار په اړه لا هم یوه خوله خبره نه کېږي.
دا په داسې حال کې دی چې د اقتصادي برخې کارپوهان د هېواد اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو ګڼي، د کابل پوهنتون د استادانو له قوله له نږدې اوو میاشتو راهیسې يې خپل میاشتني معاشونه نه دي ورکړل شوي.