عادت او مفکوره
يوه شپانه کیسه کوله چې پخوا ښې وختې وې، کله به مې چې سات نه تېرېده، خپله لاټۍ به مې راواخيسته،د مېږو له شپاله سره به ودرېدم، بوټي به مې لېرې کړل، مېږې به مې راخلاصې کړې، لاټۍ به مې د دوی د پښو په برابر داسې ونيوه چې دوی مجبوره شي له هغې په ټوپ تېرې شي.
څو مېږې به چې تېرې شوې له هغه وروسته به مې لاټۍ لېرې کړه، نورې مېږې به چې د لاټۍ ځای ته راورسېدې، له دې خيالي خنډه به يې يو په بل پسې ټوپونه وهل او ما به خندل.
د دوی د ټوپونو یوازېنی دليل دا وو چې تر دوی مخکېنۍ مېږې له دې ځايه په ټوپ تېرې شوې وې.
يوازې مېږې نه دي چې له داسې خيالي، خنډونو ټوپ وهي، ډېری انسانان هم داسې دي. پخوانو چې څه منلي، دوی يې په پټو سترګو مني.
نو که له اکثریت سره ځان ډېر همغږی وينې، همدا يې وخت دی چې کښېنې او يو ځل بيا فکر وکړې.
لهافغان سباوون څخه په مننه